ښځینه کارکوونکې زموږ له اجازې پرته حمل نه شی اخیستی

د چین د یوه مشهور سوداګریز بانک مسولینو خپلو ښځینه کارکوونکو ته حتمی کړې، چې د مسولینو له اجازې پرته به حمل نه اخلی.

دلیل یې څه دی؟
د چین د چیجیججوانگ ښار د سوداګریز بانک مشر ویلی، چې دا پریکړه یې د خپلو بانکی کارونو د نظم او ښه والی لپاره کړې ده.

مسولینو ویلی، چې دوی تر دغه بندیز مخکې د ښځینه کارکوونکو د حامله توب له کبله ستونزو سره مخ شوی.

د دوی په وینا بانکی کارکوونکو یې د حامله ګۍ پز وخت د عادی حالاتو په شان په ښه ډول خپلې دندې نه شوې ترسره کولای.

د جریمې کیسه

دغه بانک خپلې یو شمېر ښځینه کارکوونکې له دې کبله جریمه کړې هم وی، چې د حامله ګۍ یا اولاد زېږولو په اړه یې د بانک د ادارې نوی اصول مات کړی وو.

خو د بانک ښځینه کارکوونکو جریمه ونه منله او د کارګرانو ټولنې ته په شکایت لاړې.

د کاګرانو ټولنې له بانک سره تر اوږدو بحثونو وروسته د جریمې له اخیستو لاس په سرکړ.

خو د بانک دغه اصل یا شرط اوس هم حاکم دی، چې ښځینه کارکوونکې به له حمل اخیستو څخه مخکې د بانک د مسولینو رسمی اجازه ترلاسه کوی.

اعتراضونه

د ښځو د دفاع بنسټونو د یاد شوی بانک پر ضد اعتراضونه او رسمی عریضه کړې ده.

دوی دا پریکړه د ښځو پر طبیعی جوړښت، اړتیاوو او شخصیت ملنډې ګنلی دی.

خو د بانک مسولین وایی دوی د سوداګرۍ د اصل له مخې له خپل کار او ګټې سره سروکار لری.

د بانک د مسولینو په وینا دوی په نوبتی توګه په داسې بڼه خپلو ښځینه کارکوونکو ته د حامله ګۍ اجازه ورکوی، چې د بانک پر کارونو یې د حامله ګس اغېزې زیاتې پرې نه وځی.

نوره نړۍ

د ښځو د کار د حق ترڅنګ د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې اداری قوانینو ښځو ته د حامله ګۍ او زېږون د وخت لپاره ځانګړې څو میاشتینۍ رخصتی منلی ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.