افغانان باید پرېښودل شی چې خپل راتلونکی په خپله وټاکی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مسکو کې له روسی چارواکو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلی افغانان باید پرېښودل شی، چې خپله راتلونکې په خپله وټاکی.

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د تېرې پنشنبې د لیندۍ ۱۵۵ مه مسکو ته تللی او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور ماګولوف او د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د آسیا د څانګې له مشر زمیر کابلوف سره کتلې دی.

مسکو کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی ښاغلی خلیلزاد له روسی چارواکو سره پر افغان سولې خبرې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان ستونزه یوازې د سیاسی لارې د حل وړ ده.

په خبرپاڼه کې د خلیلزاد له قوله ویل شوی، چې د افغانستان له روغې جوړې دواړه امریکا او هم روسیې ته ګټه رسېږی ترهګری به ختمه شی او د نشه یی توکو ګواښ به هم له منځه ولاړ شی.

خو په خبره یې نوموړی روسی چارواکو ته په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار کړی، چې افغانان باید پرېښودل شی خپل راتلونکی په خپله وټاکی نه دا چې له بهره پرې د حل یوه لار وتپل شی.

د امریکا سفارت په خپله ټویټرپاڼه لیکی دواړه لوریو هوکړه وکړه چې یوه پراخ بنسټه سیاسی هوډ ته اړتیا ده او افغانستان باید بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شی.

په ورته وخت کې زلمی خلیلزاد روسی رسنیو ته ویلی، له روسی چارواکو سره پر خبرو خوښی ښودلې او ویلی یې دی، چې پرون ښه ورځ وه.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.