کرکټ: د درې اړخیزه سیریز پای لوبه استرالیا لوبډلې وګټله

د استرالیا او نیو زېلېنډ په کوربه توب د درې هیوادونو استرالیا، انګلستان او نیو زېلېنډ کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ پای لوبې ته استرالیا او نیو زېلېنډ لوبډلې وتلې وې.

پای لوبه کې نیو زېلېنډ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې وکړې.

توپ وهنه کې روس ټایلر د ۴۳ او کولین مونرو د ۲۹ منډو په جوړولو سره ښه وځلیدل.

استرالیا لوبډلې ۱۴،۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۱ منډو وکړې، چې باران شو او پاتې لوبه د باران له امله ترسره نه شوه.

دا وخت استرالیا لوبډله د ۱۹ منډو په توپیر د نیو زېلېنډ لوبډلې نه مخکې وه او نتیجه کې استرالیا لوبډلې د ۱۹ منډو په توپیر دغه سیالی وګټله او جام یې په خپل نوم کړ.

توپ وهنه کې ډارسی شارټ ۵۰ وکړې.

د دې لوبې غوره لوبغاړی د درې ویکټو په اخیستو سره اشټون اګار او د ټول سیریز غوره لوبغاړی ګلین میکسویل وټاکل شو.

نصرت الله عمرزی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares