امنیتی ځواکونو په غزنی کې ایرانۍ وسلې ونیولې

افغان ا منیتی چارواکی وایی چې ځواکونو یې په غزنی ولایت کې ډېره اندازه ایرانۍ وسلې او مهمات موندلی دی.

د غزنی امنیه قوماندان غلام داوود تره خېل  رسنیو ته وویل چې دا وسلې یې غزنی ښار ته نژدې په یوه کور کې وموندلې.

تره خېل وویل چې اکثره کشف شوې وسلې ایرانۍ دی خو ځینې نورې وسلې هم د هغو په منځ کې شته.

«کشف شوې وسلې بیخی نوې دی او له ایران څخه راوړل شوی دی.»

د غزنی د امنیه قوماندان په وینا د کور خاوند په تېښته بریالی شوی خو پولیسو یو بل تن په دې تړاو نیولی دی.

په غزنی کې افغان امنیتی ځواکونو په وروستیو کې د طالبانو پر ضد هوایی او مځکنی عملیات زیات کړی او ادعا کېږی چې په لړ کې یې په لسګونه طالبان وژل شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.