زه د زورواکو او غاصبینو ولسمشر نه یم زه د خلکو ولسمشر یم

ولسمشر اشرف غنی یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې د سولې بهیر سره یو ځای شی.

ولسمشر په ارګ کې د سولې عالی شورا مشورتی ناسته کې وویل چې افغان حکومت سولې ته لېواله دی او سوله به ضرور راځی.

نوموړی زیاته کړه چې د کابل پروسې غونډه کې چې راتلونکې اونۍ به پیلیږی طالبانو ته د سولې په اړه واضح پیغام وړاندې کړی.

د ده په ټکو دی دا انتخاب هغوی ته پریږدی.

ولسمشر په ورته مهال وویل چې دی د زورواکانو ولسمشر نه بلکې د ملت ولسمشر دی.

ده چې د سولې عالی شورا په غونډه کې یې د هیواد له ګوټ،ګوټ څخه راغلو علماو او قومی مخورو ته وېنا کوله وویل چې د غازی امان الله خان ارمانونه ځکه پوره نه شول چې یواځې و،خو په خبره یې دی ډاډه دی چې د ده له غږ سره اوس ټول افغانان ملګری دی.

ولسمشر دغه راز په رسمی تقویم کې د ملالې د ورځې د لمانځنې لپاره هم ژمنه وکړه.

د ده په ټکو په افغانستان کې تر ټولو زیات کړاونه افغان میرمنو ګاللی،چې باید له دې حالت څخه وویستل شی.

د خپلو خبرو په پای کې ولسمشر د غونډې ټولو ګډونوالو وغوښتل چې هر یو پخپلو سیمو کې د سولې سفیران ووسی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares