د پکتیکا لپاره طالبانو والی وژل شوی

د کورنیو چارو وزارت د پکتیکا ولایت لپاره د وسله وتلو طالبانو د نومول شوی والی پیرآغا د وژل کېدو خبر ورکړی.

د کورنیو چارو وزارت  مرستیال ویاند نصرت رحیمی وایی، افغان ځواکونو د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړی دی.

د نوموړی په وینا په دې عملیاتو کې چې بهرنیو ځواکونو یې هوایی ملاتړ کاوه، د ګومل ولسوالۍ په ده خلیفه سیمه کې د طالبانو نومول شوی والی پیرآغا وژل شوی.

په ورته وخت کې پکتیکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکو هم د طالبانو د نومول شوی والی پیرآغا د وژل کېدو پخلی کړی دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلی.

دا په دې تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو دوهم والی دی، چې وژل کېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.