د امریکا د پوځ لپاره نوی لوی درستیز معرفی شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنرال مارک میلی د پوځ د نوی لوی درستیز په توګه ټاکلی او په نېږدې راتلونکې به د جنرال جوزف ډانفورد ځای ونیسی.

 امریکایی رسنۍ وایی،  مارک میلی دا مهال د امریکا د ځمکنیو ځواکونو قوماندان دی.

هغه تر دې وړاندې په افغانستان او عراق کې هم د امریکایی ځواکونو مشری په غاړه درلوده.

د امریکا ولسمشر ویلی چې جنرال ډانفورډ تقاعد شوی او پر ځای به یې جنرال مارک میلی مسوولیتونو ته اوږه ورکړی.

باید و ویل شی، چې د ټرمپ تر معرفی کېدو وروسته به جنرال میلی د سنا مجلس تر باور رایو اخیستو وروسته په نوې دنده پیل کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.