د راشدخان په ورتګ سره د ډوربېن هیټ لوبډلې هیلې راتازه شوې

د افریقا په مزانسی کرکټ لیګ کې افغان لېګ برېک بالر راشدخان ارمان ښه وځلېد.

راشدخان د جمعې په ورځ د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د جوزی سټارز لوبډلې پر وړاندې خطرناکه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړی یې د خپلې توپ اچونې ښکار کړل.

راشدخان ارمان د عربی متحده اماراتو له لس اوریز لیګ څخه وروسته سملاسی افریقا ته ولاړ، هلته له ډوربېن هیټ لوبډلې سره ودرېد.

راشدخان په ۲۳ مه لوبه کې ولوبېد، ډوربېن لوبډلې جوزی سټارز لوبډلې ته ۱۲۹ منډې هدف ورکړی و.

راشدخان د توپ وهنې په برخه کې ۳ منډې وکړې.

خو خان بیا د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلېد، په ۴ اورونوکې یې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې.

جوزی سټارز لوبډلې په شلم اورکې ځان هدف ته ورساوه او لوبه یې په یوه وېکټ له هیټ لوبډلې وګټله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی د سټارز لوبډلې لوبډلمشر ډېن ویلاس اعلان شو، هغه په خورا سخت حالت کې خپلې لوبډلې ته ۴۳ منډې وکړې.

راشدخان په داسې حال کې له ډوربېن لوبډلې سره ملګری شو، چې لوبډله یې په لویدلی حالت کې ده.

د راشدخان دوی لوبډلې په ۸ لوبوکې شپږ بایللی، یوه یې ګټلې او یوه لوبه یې بې پایلې شوې ده.

په مزانسی لیګ کې ۶ لوبډلې لوبېږی، چې د ډوربېن هیټ لوبډله د نومرو په جدول کې وروستی ځای لری.

په دغه لیګ کې یواځې همدا یو افغان لوبغاړی لوبېږی او په لومړۍ لوبه کې نږدې وه، چې خپله لوبډله په بریا ونازوی.

راشدخان په ټی ټېن لیګ کې د مرتا عربیئنز لوبډلې له خوا په لوړ قېمت اخېستل شوی و، هغه په دغه لیګ کې په ۸ لوبوکې ۱۶ اورونه وکړل، ۱۸۴ منډې یې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخېستې، په ټی ټېن لیګ کې د راشدخان دوی لوبډلې څلورم مقام تر لاسه کړ.

د افریقا کرکټ لیګ کې د راشدخان دوی دوه لوبې نورې هم پاتې دی، ۲۷ مه لوبه د ډېسمبر په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کوی او ۳۰ مه لوبه د ډېسمبرپه ۱۲ مه نېټه ټی شوېن سپرټن لوبډلې سره کوی.

دا دواړه لوبې که راشدخان دوی وګټی دوهم پړاو ته یې چانس موندل کېږی.

د مزانسی لیګ لوبډلې او مقامونه:

کپټاون بلېټز لوبډله په دغه لیګ کې ۳۰ نومرې لری، ۹ لوبوکې یې ۶ ګټلی دی او د نومرو په جدول کې لومړی مقام لری.

جوزی سټارز لوبډله ۲۴ نومرې لری، په ۸ لوبوکې یې ۵ ګټلی دی او درې یې بایللی دی دوهم مقام کې ده.

نېلسن منډېلا لوبډله ۲۱ نومرې لری، دریم مقام یې خپل کړی دی، ۸ لوبوکې یې ۴ ګټلی، ۲ یې بې پایلې شوی او دوه لوبې یې بایللی دی.

پارل راکس لوبډله ۱۳ نومری لری، ۸ لوبوکې یې ۳ ګټلی او ۵ یې بایللی دی او د نومرو په جدول کې څلورم مقام کې ده.

ټی شوېن سپرټن لوبډله ۱۲ نومرې لری، ۷ لوبوکې یې ۳ ګټلی او ۴ یې بایللی دی او د نومرو په جدول کې پنځم ځای لری.

او د ډوربېن هیټ لوبډله چې راشدخان هم ورسره لوبېږی، ۶ نومرې لری په ۸ لوبوکې یې یوه لوبه ګټلې، شپږ یې بایللی او یوه لوبه یې بې پایلې شوې ده.

دا لوبې د نومبر په ۱۶ مه نېټه په افریقا کې پیل شوی دی او د ډېسمبر په ۱۶ مه نېټه پای ته رسېږی.

په دغو لوبوکې د یوې لوبې په بریا سره ګټونکې لوبډلې ته ۴ نومرې ورکول کېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.