پکتیا والی د مالیې له وزیر سره وکتل

 د پکتیا والی شمیم خان کټوازی د مالیې له وزیر ښاغلی اکلیل حکیمی سره وکتل او له نوموړی سره یې په ۱۳۹۷ مالی کال کې د پکتیا ولایت لپاره په ځانګړې شوې پراختیایې بودیجې، په اغیزمنه او ګټوره توګه د یادې بودیجې په لګښت، د ښوونځیو په ګډون د عام المنفعه پروژو په پلی کیدو، د پکتیا ولایت مقام لپاره د ودانۍ او میلمستون پر جوړېدو، د فساد د مخنیوی په موخه د دې ولایت په ګمرک کې د اصلاحی پروګرامونو پر پلی کیدو، د ګمرکی چارو د چټکتیا لپاره په بانکی خدمتونو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې. د مالیې وزیر پکتیا والی ته ډاډ ورکړ، چې په راتونکی کال کې د پکتیا لپاره پلان شویو پروژو لپاره یې بودیجه ځانګړې کړې او د ولسمشر لخوا د ژمنه شویو فوق العاده پروژو تر څنګ به یو شمېر نور پروګرامونه هم پلی کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares