د ژوندانه په ستونزو کې ډوب انسانه، الله تعالی ته مراجعه وکړه

ژباړه: محمد عزیز پردېس

ډېری کسان په خپلو کارونو کې دومره ډوبېږی چې په ټولیز ډول الله تعالی هېروی.
کله چې د الله تعالی دربار ته د دعا او زارۍ څخه پرته خپل ژوند مخ ته یوسو، دا داسې مانا ورکوی چې پر هغه هېڅ باور نه لرو. ډېری وخت ښایی یوازې په ژبه ووایو چې په الله تعالی باور لرو، خو که عملی ژوند ته راشو؛ نو هېڅ کړه وړه به مو د لوی رب د غوښتنو مطابق نه وی.
که غواړئ د ژوندانه په ټولو پړاوونو کې په الله تعالی تکیه ولرئ، نو دا لاندې لارښوونې ولولوئ او عملی یې کړئ:

شکر وکړئ
د الله تعالی څخه د هغو کارونو لپاره مننه وکړئ چې په تېر وخت کې یې تاسو ته کړی دی. ټول ژوند ته مو کتنه وکړئ او هر هغه څه چې دمګړۍ یې تاسو لرئ، د هغو لپاره مننه وکړئ او شکر یې ادا کړئ.

توبه وکړئ
د الله تعالی څخه د هغو کړنو لپاره بښنه وغواړئ او توبه وکړئ چې تاسو د هغه د غوښتنې خلاف ترسره کړی دی. شاوخوا ته مو وګورئ او د هغو کړنو، افکارو، انګېزو او اعمالو د بدلون لپاره لاس په کار شئ چې اصلاح ته اړتیا لری او په دې برخه کې د الله تعالی لوی دربار ته مراجعه وکړئ.

متحد شئ
له منځه تللې اړیکې مو له سره نوې کړئ. که یو څوک مو خپه کړی وی او یا یو چا تاسو خپه کړی یاست، نو اوس هم ناوخته نه ده. لوی خالق تاسو ته د دې ستونزې حل لاره په څرګند ډول درښودلې ده.
هر هغه چاسره چې خپه یاست، له نږدې ورشئ او یا هم په اوسنۍ انټرنیټې نړۍ کې خو دا کار بیخی اسانه دی، زنګ ورته ووهئ، پیغام ورته پرېږدئ؛ ترڅو روغه جوړه مو وشی.

ستونزې مو له نورو سره شریکې کړئ
کله چې د ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږئ او د ژوند سختو پړاوونو سره مخ کېږئ، سربېره پر دې چې د الله تعالی څخه د ستونززو د حل غوښتنه کوئ؛ پکار ده چې خپلو رښتینو ملګرو ته هم مخه کړئ.
خپلې ستونزې مو د هغوی سره شریکې کړئ، چې زړه مو سپک شی او د حل لارو په پیدا کولو کې درسره مرستندوی شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.