د یوه فوق العاده ژوند لرلو په موخه دې ۸ څیزونو ته اړتیا نه لرئ

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلی

دا طبیعی خبره ده چی موږ ټول همېشه ددې غوښتونکی یوو چی ښه تر سو، ډېر ولرو او ډېر کارونه وکړو. خو د ژوند په لاره کی موږ دا هېروو چی د خوشحاله اوسېدو له پاره چی چشی ته موږ اړتیا لرو هماغه څه دی چی مخامخ زموږ پر وړاندی پراته دی. موږ د کامیابۍ په تلاش کی هېروو چی ځانو ته ووایو چی بس یوو، کافی یوو او همدا اوس هرڅه لرو. ولی هرڅه په بدخُلقۍ سره خراب کړو؟ ولی همدا اوس خوشحاله ونه اوسو؟ لاندی هغو ۸ ټکو ته نغوته کوو چی د خوشحاله اوسېدو او ستاسی له حاله د ګټی اخیستو له پاره هغو ته هیڅ اړتیا نلرئ:

– ¬پر تېرو سوو تېروتنو اندېښمن کېدل
دا رښتیا چی په تېر کی مو کومه تېروتنه کړې ده د موسکا او خندا له پاره یو بل سبب دئ چی باید وخاندئ او خوشحاله اوسئ. حیران سواست؟ رښتیا خو دا دی، چی که په ژوند کی مو هیڅ تېروتنه نه وای کړې، نن چی پر څومره اړینو او مهمو څیزونو پوهېږئ بیا نه پرې پوهېدلاست. ژوند خپلی لوړی او ژوری لری او دا د ژوند رنګین واله دی. تجربه د زدکړی بهترینه لاره ده؛ او یا هغه چی وایو د کامیابۍ ځینې د ناکامۍ له خښتو جوړی دی، نو که ونه غورځېږو؛ نوی څه به هم نه سو زده کولی. ستاسی پرون/تېر چی هرڅومره هم سخت تېر سوی وی، په هیڅ صورت باید ستاسی د راتلونکی مخه ډب نکړی. ولی خپل ځان پازابوئ او ددې پر ځای چی پر خپل حال او راتلونکی تمرکز وکړئ ځان په تېر کی راګېروئ؟ تاسی د خپل ژوند مسئول یاست. که ددې په خاطر چی بېرېږئ بیاځلی له ماتی سره مخ نه سی، ځان د راتلونکو له ښو موقعو او اتفاقاتو چی ممکن درته پېښ سی، مه محرومه کوئ. ځکه چشی چی مهم دی دا دی چی همېشه کولی سئ ولاړ سئ او خپل مزل ته ادامه ورکړئ.

– هره یوه پېښه چی په هر وخت او هرچېری پېښېږی
ستاسی هرڅه همدا نن (حال) دی. ښه یا بد موږ و ټولو ځایو او وختو ته لاسرسی نلرو. دا چی پر بلی ورځی یا بل وخت تمرکز وکړئ یوازی ستاسی حال خرابوی. د Click فلم به مو لیدلی وی؟ په یاد فلم کی د فلم د کیسې د اصلی شخصیت یو ریموټ کنټرول په لاس کی وی، چی کولی سی د ژوند لحظې ورباندی واړوی راواړوی؛ یا په بله اصطلاح رد و بدلې کړی. بلاخره چی د خپل ژوند ټولی صحنې او لحظې سره واړوی راواړوی اصلاً له هغو هیڅ خوشحاله نه وی. دلته نو پوه سی چی یوازینی څیز چی ټول انسانان ئې لری همدا نن (حال) دئ او که وغواړئ چی دا لحظه رد کړئ، خپل ټول ژوند به مو نیست او نابود کړی وی. ډېری انسانان د جایزې په تمه وی او کله چی جایزه ترلاسه کړی بیا هم خوښ او راضی نه وی. د سرو زرو د مډال په لوری لاره تر هغه مډال ډېره بهتره ده چی د کار په پایله کښې ترلاسه کوئ. نو کوشش وکړئ چی له لاری خوند واخلئ، د لارې ښې او بدی لحظې پسی پرېږدئ او یوازی درس ورڅخه واخلئ. راتلونکی چی هر رقم وی راځی. نو بهتره به وی چی همدا نن یو څه وکړئ.

– د خوښی او علاقې وړ وخت
موږ همېشه یو شی هېروو هغه دا چی باید ځانو ته ور په یاد کړو چی د کوم څه د پیلولو له پاره خامخا د خیالی او افسانوی وخت په تمه ونه اوسو. د نېکمرغۍ او خوشبختۍ په اړه هم داغسی، باید په تمه ونه اوسو چی ته وده نور به موږ نېکمرغه کړی، یا باید نېکمرغی او خوشحالی خپله رامنځ ته کړو. دا کار هاله کولی سو چی د ژوند په اړه د خپل فکر ډول تغیر کړو. د هغو کوچنیو څیزونو په ارزښت او قدر پوهېدل چی په ژوند کې لرو زموږ د اطرافیانو په وړاندی زموږ په لید او نظر کی د پام وړ تاثیر لری. له هری لحظې خوند واخلئ او ښایست و رونق د ژوند په معمولی او عادی څیزونو کی وګورئ څو پوه سئ چی که هره ورځ خوشحاله اوسئ ډېر څه ته اړتیا نلرئ.

– د ژوند له فصلونو بېرېدل
لکه څرنګه چی اقلیمونه بېلابېل فصلونه لری، زموږ ژوند هم همداسی دئ. که فکر وکړئ په ژوند کی هرڅه بدلېدونکی او اوښتونکی دی. هیڅ شی د همېشه له پاره پر خپل ډول نه پاتېږی حتا موږ هم نه. ډاډه یوو موږ چی تېر کال څرنګه وو سږ هغسی نه یوو. ځکه نو همدا وروستنی ځل مو چی له څشی د سټریس او فشار احساس وکړ، ځانو ته ور په یاد کړئ چی په ژوند کی هیڅ شی هم تلپاتی نه وی، حتا ستاسی اندېښنې او فکرونه هم نه. په یاد مو وی، چی نن د ژوند په کومو پېچلومو کی راګېر یاست یوازی ستاسی د ژوند یوه دوره ده او په پیاوړی پاته کېدو سره کولی سئ په آسانۍ سره له هغو راووزئ. دا چی د ژوند پر ټولو عرصو واک او کنټرول نلرئ د بېرېدو اړتیا نسته. ځینی وختونه باید نوی څیزونه وازمایئ چی نوی څه زده کړئ څو وده وکړئ او لا پیاوړی او غښتلی سئ. یوازی په دې دلیل چی ټوله انځور نه وینئ په دې معنا نه دی چی هیڅکله هغه نه سئ لیدلای.

– هرڅه چی نې لرئ
یوازی په دې خاطر چی خپلو ټاکلو موخو ته نه یاست رسېدلی دا په دې معنا نه دی چی ځان به همدا لحظه خوښ او خوشحاله نه ساتئ. شاید تاسی به فکر کوئ چی هرکله خپلو غوښتو موخو ته ورسېږئ نو هغه وخت به تاسی خوشحاله اوسئ. دا یو فرېب دئ. باید چی څوک یاست او چشی لرئ وئې ستایئ. له هری لحظې چی تېروی ئې، هر واری چی پر ځمکه راپرېوزئ، هر واری چی ولاړېږئ، هر چا چی ترڅنګ مو ناست دئ او له هر کسه چی تاسې یوازی پرېښی یاست؛ منندوی او شکر کښونکی واوسئ. ارزښت او قدرپېژندنه د نېکمرغۍ په لور یوه له خورا لنډو لارو څخه ده.

– د نورو تائیدول
ډېری کسان د خپل واقعی ځان په ښکاره کولو کی وېره لری ځکه داسی تصوروی چی که خپل واقعی ځان ښکاره کړی د نورو د قبول وړ نه ګرځی؛ نو همېشه ئې پر څېرو یو کاذب ماسک وهلی وی. هغوی کوشش کوی چی له ځانو څخه د نورو د توقعاتو په پوره کولو سره خپل ژوند پر مخ بوزی. ډېری وختونه دا کسان تر هغو چی د ځانو سره کافی وخت نه تېروی دې مسلې ته فکر نه کوی. دا که یوازی د خپل ځان له پاره وخت تېر کړی ستاسی د ژوند کیفیت لوړوی. سبب کېږی چی خپل افکار راټول، ژوند پر اولویتونو تقسیم او د ځان په اړه ډېر څیزونه بیامومئ. له ځان سره وخت تېرول مرسته کوی چی له خپلو احساساتو سره اړیکه ټینګه کړئ او پوه سئ چی د خپل ژوند مهمترین کس تاسی خپله یاست. نو ولی دې ته فکر کوئ چی نور به څه وایی؟ ولی باید خپل اصلی څېره او ځان پټ وساتئ؟ ولی باید د هغو څیزونو په اړه چی درته مهم دی او هغو کارو په اړه چی غواړئ په ژوند کې ترسره کړئ د بېری احساس وکړئ؟ که وغواړئ چی د نورو پر توقعاتو بنا ژوند وکړئ، په دې سره نېکمرغی او خوشحالی نه در رسېږی مګر دا چی د ځانو سره صادق اوسئ او د ځان سره صادق اوسېده مو پر نفس باور لوړوی او هم مو پیاوړی او خوشحاله کوی.

– خیالی او افسانوی ژوند
د هیچا ژوند د هغه د خوښی وړ او د هغه د خیالونو ژوند نه دئ. په حقیقت کی، هیڅوک په ژوند کی کامل نه دئ. کمال داسی څه نه دئ چی تعقیب ئې کړې. شاید تاسی فکر وکړئ چی ستاسی د خوشحالۍ او نېکمرغۍ سبب کېږی خو ددې احتمال چی داسی نه دئ؛ زیات دئ. د ژوند په قدر چی څرنګه دئ- له ننګونو ډک، لوړی و ژوری- پوهېدل، ستاسی سترګی دې واقعیت ته خلاصوی چی د خوشحاله اوسېدو له پاره یو کامل او له هرڅه پوره ژوند ته اړتیا نلرئ. سختۍ، لوړی ژوری او ربړی تاسی پیاوړی کوی او مرسته مو کوی چی د ژوند رنګ و رونق درک کړئ. د یوه آسانه ژوند له پاره دعا مه کوئ. داسی دعا وکړئ چی توان او طاقت ولرئ چی وسئ کولی د ژوند لوړی و ژوری تحمل کړئ او د ژوند په قدر پوه سئ.

– د پیسو په حوز کی لامبل
موږ ډېری په دې فکر کی غرق یوو چی په پیسو سره کوم څیزونه رانیولی سو او موږ هېروو چی ځانو ته ووایو چی په پیسو سره کوم څیزونه نه سو رانیولای. په یاد مو وی چی پیسې همېشه په خپل فکر کی ولرئ خو نه په زړه کی. واقعی شتمنی له پیسو ډک حوز نه دئ. هغه نعمتونه چی لرو ئې موږ شتمن کوی. یو روڼ، ځلاند او له جم او جوشه روح همېشه یوه روڼ او ځلاند ماشین څخه غوره ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.