سپینه ماڼۍ د وسلو د پیریدونکو د سابقې څیړل غواړی

د خلکو او د وسلو ضد فعالانو لخوا د امریکا پر حکومت د تیرې چهارشنبې ورځې راهیسې ځکه فشارونه زیات شوی چې په فلوریډا ایالت کې یو وسله وال ځوان د یو ښوونځی اوولس زده کوونکی ووژل.

د راپورونو پراساس، په امریکا کې د وسلو د استعمال له امله هرکال نژدې دیرش زره خلک وژل کیږی او شاوخوا شپیته زره زخمی کیږی. د امریکا د اساسی قانون د دوېمې مادې پراساس، په امریکا کې هره تبعه چې قانون منی، اجازه لری چې یوه وسله ولری او وګرځوی.

په همدې وجه د وسلو لرلو موضوع په امریکا کې ګوندی بلل کیږی، سپینه ماڼۍ په دې ټینګار کوی چې د وسلو د احتمالی پیریدونکو سابقه باید په دقت وڅیړل شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares