کرکټ‌ بورډ د کمېشن کارانو په منګولو کې!

د افغانستان کرکټ بورډ د هیواد د نورو ادارو برخلاف له ګټې ‌وټې ډکه یوه اداره ده. د دغې ادارې اداری مشران له پیل نه یو پر بل دا تورونه لګوی چې ګوا کې له لوبغاړو کمیشنونه اخلی او د هغوی په ونډه کې ځانونه شریک ګڼی.

دا کمېشن کاران عادی‌ خلک نه، بلکې ‌د کرکټ بورډ لوړ رتبه مامورین دی چې تر ډېره یې ټول لوبغاړی‌ پېژنی. کمېشن کاران چې په ټوله کې په فیصدی ‌کې سره شریک دی، خو په سر کې یو نوم ډېر لاس پر لاس کېږی چې هغه د شفیق ستانکزی دى.

ستانکزی په کرکټ کې په نړۍ واله شورا کې ځانته په زړه پورې لابنګ کړی، او د ده د لابنګ په پایله کې نوموړی په اسانۍ ‌سره د بهرنیو اړیکو مزی د کرکټ مشرتابه ته نه سپاری. ښایی دا علت به وی چې لا هم تر اوسه پر همدغه څوکۍ ناست پاتې دى.

ستانکزی په لس فیصده کمېشن مشهور دی چې له لوبغاړو یې اخلی.

اوس دا کمېشن څه دى؟

دا کمېشن په لویه پیمانه له هغو لوبغاړو اخیستل کېږی چې د نورو لیګونو لپاره معرفی ‌کېږی او تر ډېره په لویو پیسو پلورل کېږی. بله برخه کمېشن دا دی چې د لوبغاړو له سفرونو څخه د هغوی له هغو پیسو اخیستل کېږی، ‌چې دوی ته د سفرلپاره ورکول کېږی او یا د میچ د فیس په نوم یادېږی. د کرکټ بورډ دغه کمېشن ته اوس د افغانستان یوه انتهایی لوړرتبه مامور هم لاس وراچولی دی، چې په راتلونکو کې به یې نوم افشا شی. دغه مامور هم د کرکټ بورډ له کمېشن نه خپله حصه غوښتې ده.

د حکومت دا لوړرتبه مامور د کرکټ بورډ له مشرانو سره بهر په دوبۍ کې ناستې ‌کړی‌ دی او دوی ته یې پر خپلو څوکیو د پاتې کېدو او ده ته د کمېشن ورکولو خبره کړې ده.

د افغانستان د (۳) مشهوره لوبغاړو داسې شواهد شته چې کمېشنونه یې ورکړی دی. البته هغه به هم پر خپل وخت درسره شریک کړو.

د کرکټ بورډ پخوانی مشر ښاغلی مشعل په دې تورن دی چې په لوی اختلاص او کمېشن کې لاس درلود، خو د اوسنی مشر ښاغلی عزیزالله فضلی په تړاو یوازې‌ د دوو قضیو راپورونه تر لاسه شوی دی چې وروسته به یې درسره شریک کړم. خو د اجرایوی مشر ښاغلی‌ شفیق ستانکزی په خلاف د افغان کرکټ ‌بورډ د لوبغاړو کره اسناد شتون لری.

شفیق ستانکزی‌ د هند نوی ‌لیګ ته د لوبغاړو د معرفی ‌کولو په نیت له هغوی لس فیصده کمېشن غوښتی او ورته ویلی یې دی ‌چې په دې کمېشن کې نور دوستان هم راشریک دی. نویو لوبغاړو د کمېشن ورکړه ورسره منلې ده. تراوسه د لوبغاړو پر اجازت پاڼه لا د کرکټ بورډ مشر لاسلیک نه دی ورکړی، خو د لاس لیک وروسته به زه هڅه وکړم چې ځینې‌ ثبت شوی غږونه چې د هند لیګ په تړاو له ښاغلی ستانکزی ریکارډ شوی دی له تاسو سره شریک کړم.

په کرکټ بورډ ‌کې له کمېشن پرته د ځینو ځورونو رپورټونه هم ترلاسه شوی دی، چې ښایی وروسته به رسنۍ پرې خبری شی.

افغان کرکټ بورډ د هیواد یوه ملی اداره ده باید ملی ‌پاتې شی‌، کنه ښایی دا اداره هم د افغانستان د فوټبال د ادارې په څېر په نړۍ واله کچه افغانستان وشرموی.

لیکواله :‌ زرغونه فریال

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.