زابل کې درې ټنه مخدره مواد وسوځول شول

په زابل ولایت کې درې ټنه مخدره مواد وسوځول شول،دغه مواد چې په کې تاریاک، هیروئین، چرس، شراب او نور مخدره مواد شامل وو، پرون چهارشنبه د دې ولایت په مرکز قلات کې د چارواکو او عامو خلکو په حضور کې وسوځول شول.

د زابل د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیر څارمن سردار محمد هوتک وویل:

“له دغو موادو سره شاوخوا ۷۷ تنه د مخدره موادو مشکوک قاچاق وړونکی نیول شوی چې په دوه په کې ښځې دی او ۲۷ عرادې وسایل هم نیول شوی چې په خپل وخت د کندهار ګمرک ته تسلیم شوی دی.”

د ښاغلی هوتک په وینا دغه مخدره مواد په تیر یوه کال کې د افغان امنیتی ځواکونو له خوا په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوی وو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares