په روان کال کې یې نږدی ۳ زره کسان د مخدره مواد د قاچاق په تور نیولی

د کورنیو چارو وزارت وایی،د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو په روان کال کې یې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوی لپاره نږدې ۲۵۰۰ عملیات ترسره کړی، چې په نتیجه کې یې نږدې ۳ زره

کسان نیول شوی

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین جنرال خلیل بختیار وایی، چې په دې نیول شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو یو شمیر قوماندانان هم شامل دی

جنرال بختیار دا هم ویلی چې په دغو کسانو کې د پولیسو، اردو او ملی امنیت ریاست د یو شمیر منسوبینو په ګډون ۶۹ تنه دولتی کارکوونکی هم شامل دی

نوموړی زیاته کړې چی په دې موده کې ۵۶ ښځې او ۱۳ بهرنی اتباع هم نیول شوی، چې اوه یې ایرانیان او شپږ یې پاکستانیان دی

د کورنیو چارو وزارت دغه لوړپوړی چارواکی وویل، چې له دغو کسانو څخه ۲۳۱ ټُنه بیلابیل ډوله مخدره مواد او الکولی مشروبات ترلاسه شوی دی

د جنرال بختیار پر وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د مخدره موادو۱۲ لویې زیرمې، د هیروئینو د پروسس ۲۷ لابراتواره، د ماین جوړولو ۳ کارخانې او د دولت د وسله‌ولو مخالفینو د سوق او ادارې ۲ مرکزونه له منځه وړل شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares