په وټسپ د خپلې کوژدنې د احمقې ګڼلو سزا ۶۰ ورځې بند او پنځه نیم زره ډالر جریمه

د متحده عربی اماراتو په ابوظبی کې یو کس په وټسپ پېغام کې خپله کوژدنه (نامزاده) احمقه ګڼلې چې کوژدنې یې ترې شکایت کړی دی.
د اماراتی الیوم رسنۍ د رپوټ له مخې، د نارینه کوژدنې ویلی چې دا زما بې عزتی ده.
خو هلک وایی چې ما د ټوکې په ډول دا خبره کړې وه. اوس هلک ته شپېته ورځې د بند سزا ورکړل شوې او شل زره درهم جریمه هم پرې لګول شوې ده.
شل زره درهم نږدې پنځه نیم زره ډالر کېږی.
اماراتو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې پېغام کې د دغه ډول خبرو استول سایبری جرم ګڼل کېږی او شونې ده چې تر لس لکه درهمو پورې جریمه ولګول شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.