د برېښنایی پېژندپاڼو د وېشلو منطق پوهېږئ؟

د الکټرونیکی تذکرو د وېشلو او برابرولو د پلان مساله له ننه ۸ کاله وړاندې په ۲۰۱۰۰ ز کال کې راپورته شوه، د هغه وخت د مخابراتو او مالوماتی ټیکنالوژی پخوانی وزیر امیرزی سنګین په یوه غونډه کې رسنیو ته ویلی وو چې افغان دولت پر خپلو هېوادوالو برېښنایی پېژندپاڼې یا تذکرې وېشی.

د برېښنایی پېژندپاڼو کمال او د ګټنې منطق په دې کې دی چې په دغو پېژندپاڼو کې به د یوه کس ټولې کره ځانګړنې او ان د هغه د سترګو او ګوتو نښې هم ځای پر ځای وی چې په ښه توګه د یو شخص د هویت تثبیت کوی او په عین وخت کې د هر ډول نیرنګی، فریبکاری او چالاکی مخه نیسی، له پولیسو سره به د مظنونانو په برخه کې ځانګړې مرسته کوی چې په پایله کې به د جرایمو ګراف راټیټ شی، ځکه هغوی چې جرایم کوی یا یې د کولو معنوی عنصر لری؛ نو وېره او ترس به ورسره وی چې د جرمی عمل تر ارتکاب وروسته حتمی نیول کېږی او د فرار او یا پټ پاتېدو چانس یې بېخی کم دی، ځکه په پېژندپاڼه کې یې د ګوتو، سترګو او نورو نښې درج دی او په پای کې به د خپل عمل سزا وګوری، لکه ښه بېلګه یې هالینډ یادولای شو، دا تېر کال هلته د هغه یو زندان دروازې هم وتړل شوې، ځکه چې خلکو جرم نه کاوه، داسې نه ده چې انسان دې بېخی جرم نه کوی، بلکې د جزا حقوقپوهان پر دې نظر دی چې همدا انسانان او دا ټولنه وی، په راتلونکی کې به هم جرایم تر سره کېږی او د جزا حقوقو د لوستلو یا منځ ته راتګ په اهدافو کې هم دا خبره ذکر ده چې د جرایمو د همېشه‌والی له حیثیته، مانا دا چې په تېر کې هم جرایم تر سره شوی، اوس هم او په راتلوونکی کې به هم تر سره کېږی، ځکه د دې علم لوستل مهم دی.

په هالینډ کې برېښنایی پېژندپاڼو دا ګټه کړې چې څوک دې جرایم تر سره نه کړی، ځکه چا چې د جرم کولو هڅه کړې یا یې جرم انجام کړی، نیول شوی او د جرمی عمل سزا یې لیدلې؛ نو بالاخره د هغو هېوادو د وګړیو پر دې فورموله خپله عقیده جوړه کړه چې نور باید جرم تر سره نه کړی، ځکه بې‌پلټنې او بې‌رسیده‌ګی نه پاتېږی، لوڅېږی.
خو زموږ هېواد کې چې کله د الکټرونیکی تذکرو د وېشلو د طرحې خبره وشوه، ګاونډی هېوادونه وپوهېدل چې د دوی منحوس او لوېدلی اهداف په افغان دولت د دننه بې‌غیرته او بې‌وجدانه چارواکیو په اساس نور نه‌شی تر سره کېدای، ځکه د دوی هر شیطانی حرکت او پټ مردود عملونه د برېښنایی پېژندپاڼو په مټ لوڅېدای شی او کله چې دوی نیول کېږی، د حساب‌دهی په وخت کې د هغه هېواد څېره لوڅېده، ځکه یې د دې ملی ګټن محوره پروسې پر وړاندې د خنډونو او تاخراتو مسایل چې کورنۍ جامې یې ور واغوستې او په یو چل دا مساله را منځ ته کړه چې په دې کې دې اسلام، افغان او د هر قوم ژبه، یا ملیت ولیکل شی چې دا مساله پراخه شوه او دا دی تر ننه یې دوام کړ چې عبدالله عبدالله یې هم د وېشلو پر وړاندې راپورته شو.

له دې امله پردیو کړیو د کورنیو چاپلوسانو په مټ کلونه خنډونه جوړ کړل او مخه یې ډب کړه چې د پېژندپاڼو له نعمته محروم شو، ځکه په دغو پېژندپاڼو کې یو برېښنایی چیپ وی چې په پېژندپاڼو سربېره به پکې د موټر چلولو لېسنس، د ګاډو جواز سیر، د ټاکنو له‌پاره د کارټ مالومات او د ګڼو ټګیو برګیو مخه به نیسی، له پولیسو سره به هم د مشکوکو کسانو په پلټلو کې مرسته کوی او د موبایل سیمکارټونه به هم په پېژندپاڼه ثبتېږی چې د ناخوالو مخه ونیسی.
اوس تاسې ووایاست؟
چې ګاونډی هېوادونه دا هر څه برداشت کولای شی او یا ورته دا د منلو وړ ده!؟ نه هیڅکله نه.
چې په هر قیمت او قربانی کېږی د دې ملی پروسې د تامین او وېشلو د تضمین لهپاره خپل غږونه اوچت کړئ او پر وړاندې یې د جبر ټول دېوالونه ونړوئ چې له ګڼو نوادرو او ناخوالو مصوون شو، دا یو بل فرصت وګڼئ.

دا موقع باید په هیڅ ډول له لاسه ور نه کړو. زه په باوری توګه دا ډاډ درکوم چې د دې روانو دردبدریو او ناتارونو ګراف به د پام وړ ورسره راټیټ شی. دلته خلک خپل هوس او فردی ګټو لېونی کړی دی، ستاسې غم ورسره نه‌شته.

جان اغا بهار

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares