سنجې‌دت پر ده د جوړ شوی فلم ځنډول غوښتی

په دې ورځو کې هندیان انتظار باسی چې د بالیووډ د بدمعاش او زورور سنجې‌دت پر ژوند جوړ شوی فلم ژر ننداره کړی.
د سنجې‌دت پر ژوند جوړېدونکی فلم کې رنبیر کپور د هغه په څېره کې راښکاره کېږی او لارښود یې راج کمار هیرانی دی.

راج کمار غوښتل چې دا فلم د سنجې‌دت د پیدایښت د کالیزې په مناسبت نندارې ته وړاندې کړی، خو سنجې‌دت ترې غوښتی چې د مې میاشتې تر اتمې نېټې یې ننداره وځنډوی.
سنجې‌دت‌ له رنبیره هم غوښتی چې د ده غوښتنه ومنی.

هغه دا غوښتنه ځکه کړې چې د ۱۹۸۱مېلادی کال د مې میاشتې اتمه نېټه د هغه له‌پاره ځانګړې ورځ ده.
په دې ورځ د هغه روکې فلم نندارې ته وړاندې شو او له سنجې‌دت څخه یې سنجو بابا جوړ کړ.

سرخط ورځپاڼه

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares