د اروزګان نوی والی: د قانون حاکمیت، تطبیق، د حکومتولۍ په ټولو چارو کې سمون او پکې ولسی ګډون مې لومړیتوبونه دی.

دا څرګندونې د ارزګان نوی والی ښاغلی محمد شفیق اسدالله سعید نن په ارزګان کې د نوموړی د معرفت په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې په خپله لومړنۍ وینا کې وکړې او زیاته یې کړه، چې په خپل ټول قوت او توان سره به په دې ولایت کې د قانون حاکمیت او تطبیق، دغه راز د امنیت، ښې حکومتولۍ او په پرمختیایې چارو کې ولسی مشورو او د خلکو ګډون ته خاصه پاملرنه وکړی.
دغه غونډه چې د ښاغلی سعید د ښه راغلاست او معرفت په موخه جوړه شوې وه، پکې د ولایت مرستیال عبدالواحد پټان، د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ادارې تشکیلاتو رییس، په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی ښاغلی عبیدالله بارکزی، سناتور محمد حنیف حنیفی، د ولایتی شورا غړو، امنیه قوماندان، د ملی امنیت رییس، د ملی اردو څلورمی پلی لیوا منسوبینو، د حکومتی ادارو مسولینو، قومی مشرانو، دینی عالمانو، سولی د شورا غړو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.
یادو کسانو د خپلو خبرو په دوام د پخوانی والی ښاغلی محمد نذیر خروټی د خدمتونو ستاینه وکړه او نوی والی ښاغلی سعید ته یې د ارزګان د امنیت، حکومتولۍ او انکشاف په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.
په پای کې د ارزګان ولایت لپاره نوی ګمارل شوی والی محمد شفیق اسدالله سعید د ولسونو د مینې او تود هرکلی څخه په مننې د پخوانی والی خدمات او ترسره شوی کارونه د قدر وړ وګڼل او زیاته یې کړه چې په خپل ټول توان سره به د ارزګان د امنیت، هر اړخیزه پرمختګ او ښې حکومتولۍ لپاره د میشتو ولسونو په همکارۍ شپه او ورځ په جدیت سره کار وکړی.
ښاغلی سعید همدارنګه د بیان ازادۍ ته د ژمنتیا په څرګندولو سره زیاته کړه چې حقایق باید هېڅ پټ نشی او هر هغه څه چې د نافذه قوانینو خلاف وی پر وړاندې به یې د قانون سره سم اقدام کړو.
د ارزګان والی ښاغلی سعید وویل، چې د روانې تپل شوې ناروا جګړې حل ټوپک نه بلکې ثبات دی او د ثبات په راوستو کې له دولت سره د ولسونو همکاری او ګډ کار کول ډېر زیات اړین دی.
ښاغلی سعید د خپلو خبرو په پای کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د ولایت مقام دروازه به د ټولو پر مخ خلاصه وی او د ولسونو په مشوره به د امنیت، هر اړخیزه پرمختګ او حکومتولۍ په برخو کې د یو منظم پلان له مخی وړاندی ځی، ترڅو یې تطبیق او عملی کړی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares