که د موبایل لوکیشن مو بند هم وی،

لیکنه: ابوبکر علیزی

د یو څه نویو معلوماتو له مخې فیسبوک پوهیږی چې تاسې چېرته یې، سره له دې که ستاسو د موبایل لوکیش اپشن (د موقیعت نښه) هم بنده وی.

د ټولنیزو رسنیو کارونکی همېشه د پابندیو په تړاو فکر کوی او محتاط وی خو اوس داسې معلومات خپاره شوی چې فیسبوک پر خپل کارونکو په هر حال کې نظر ساتی که یې لوکیشن بند وی یا خلاص.

د ساینس او ټیکنالوژۍ څارونکی ادارې ګزموډونی په خپل رپوټ کې ویلی ده چې د فیسبوک کارونکی که په خپل موبایل کې خپل لوکیشن هم بند کړی نو فیسبوک کولی شی هغه پیدا کړی.

دغه اداره وایې فیسبوک د کارونکی د آی پی ادرس څخه موقیعت په اړه کې معلومات پیدا کوی.

د فیسبوک د موقعیت د موندلو په څېړنه کې د جنوبی کلیفورنیا د پوهنتون استاد پروفیسور الیګزنډرا کرولووا هم تجربې کړی چې وروسته معلومه شوې فیسبوک د خپلو کارونکو د موقعیت په باره کې پوهیږی.

د پروفیسور کرولووا په تجربه کې د فیسبوک ځینی طریقی کارول شوی چې یې خپل لوکیشن اف کړی او په خپل پروفایل کې یې هم ښار او ځای په تړاو معلومات نه ؤ ساتلی، خو کله چې د خپل فیسبوک څخه پوسټ کوی ورسره سمدلاسه پر ټائملائن د ځای په تړاو معلومات خپریږی.

ددوی د تجربې له مخې همدا لامل دی چې فیسبوک کولی شی د ای پی ادرس له لارې د خپلو کاروونکو د موقیعت په باره کې معلومات پیدا کړی.

د ګزموډو د معلوماتو له مخې د ای پی ادرس له لارې انټرنیټی کمپنۍ ته د هغوی د کاروونکو د ځای، ښار، ولایت او زپ کوډ په باره کې ټول معلومات کیږی.

دا معلومات بیا مختلفی کمپنۍ د کاروونکی د موقیعت، عمر، دلچسپۍ او ځینو نورو په تړاو په اعلاناتو کې استعمالوی او فیسبوک هم همداسې کوی.

ګزموډو اداره د فیسبوک کاروونکو ته مشوره ورکوی او وایی که چېرته غواړئ موقعیت مو معلوم نشی نو له خپل موبایل څخه د فیسبوک اپلیکشن ډیلیټ کړئ.

بل لورته فیسبوک هم د ګزموډو ادارې په دغه څېړنه خبرې کړی او ویلی یې دی چې دا یو مرکب عمل دی او د انټرنیټ کارونکی له پیله له دې څخه خبر دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.