له خپل کار او مسلک سره مو مینه داسې پیدا کړئ

ژباړه: محمد عزیز پردېس

ډېری خلک له خپل مسلک څخه ناخوښ وی. مختلف دلایل دی چې خلک د خپل مسلک سره بې مینې وی او هر مازیګر د یو عالم سټرس او فشار سره کورونو ته درومی. سټرس اوفشار د دې لامل ګرځی چې انسان بې حوصلې او بدخلقه شی او د کورنۍ سره یې تل په هره خبره جنجال وی.

په اوسنی عصر کې د دندې پیدا کول ترټولو ستونزمن کار دی چې ډېری ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دی. دا هم یو لامل دی چې ډېری خلک هغه کار چې ورسره اصلا مینه نلری، ډېر وخت پکې بوخت پاتې شی. حقیقت دا دی چې د بې کارۍ او بې وزلۍ په پرتله ډېری خلک دا غوره ګڼی چې هغه کار ته زړه ښه کړی چې په هېڅ ډول یې نه خوښېږی.

ځینی کسان د بې صبرۍ او بېقرارۍ پخاطر له خپل شغل څخه رضایت نلری. هغوی د دې لپاره چې په کاری محل کې یې ډېر تحرک نشته، له خپل مسلک څخه ستړی کېږی.

البته د دې ستونزو د حل لپاره ځینی لارښوونې او لارې شته چې د هغو په مرسته کولی شئ، خپل کار، مسلک او کاری چاپېریال سره مو مینه او علاقه ډېره کړئ. په دې مقاله کې دې لارښوونو ته په لنډه توګه اشاره کوو:

۱) تل د کار مثبت اړخونو ته وګورئ
موږ ډېری عادت لرو چې تل منفی اړخونو پسې ډېر ګرځو. یو وړوکی استراحت او یو لنډ سفر کولی شی چې تاسو ته دا فرصت درکړی چې د کاری مسائلو په اړه ښه فکر وکړئ. باید د خپل کار پر وړاندې خپل کړه وړه او چلند تر غور لاندې ونیسئ. کله ناکله سټرس کولی شئ چې د دې مخه ونیسی چې ټول جوانب یا اړخونه په ښه ډول وسنجوئ.

له ټولو څیزونو سره مثبت چلند، ستاسو ژوند خوږ او په زړه پورې کوی. هڅه وکړئ چې تل راتلونکې ته هیله مند او خوش بینه واوسئ.

۲) له همکارانو سره مو صمیمی او رښتینې اړیکې رامنځ ته کړئ
دا چې خپل کار سره بې مینې شو، یو دلیل یې دا هم کېدای شی چې د همکارانو سره مو ښې اړیکې نلرو. ډېری خلک هڅه کوی چې په کاری محل کې جدی واوسی، ځکه کمال لرونکی وی؛ خو خبر نه وی چې دا مسئله د دې لامل ګرځی چې یوازې پاتې شی او ټول ترې واټن واخلی.
که غواړئ خپل کار کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شئ، یو دلیل یې کېدای شی همکاران وی. تاسو هغه وخت کولی شئ چې خپل کار سره مینه ولرئ چې د همکارانو سره مو اړیکې ښې وی.

۳) لوړ رتبه همکارانو سره مو خبرې وکړئ
کله مو چې یوازینۍ موخه دا وی چې ترفېع وکړئ، نو د کار سره به مو مینه او علاقه کمه وی. که غواړئ د ادارې د ځینو سیاستونو په اړه لا پوه شئ، باید وشئ کولی چې د لوړ رتبه همکارانو سره مو خبرې وکړئ او هغوی د خپلو نظریاتو په هکله خبر کړئ. دا د کاری اوضاع د چټک بدلون او ښه والی لپاره غوره ګام دی.

۴) که دا کار مو نه لرلی، څه مو کول؟
کله مو چې د کاری محل سره مینه کمه کېږی، نو یوه غوره پوښتنه چې له ځان څخه یې وکړئ؛ دا ده: که دلته مو کار نه کولی، نو څه به شوی وی؟ خلک معمولا دا فکر کوی چې که دا کار یې نه لرلی، حتماً به یې بل ځای کې بوختیا لرله. خو واقعیت باید ومنئ. باید ومنئ چې همدا مو کار دی او که دا کار مو نه لرلی، ښایی بېکاره وی.

۵) د ادارې په نورو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلئ
د ادارې د په زړه پورې پېښو او کارونو لپاره داوطلبه واوسئ. د همکارانو لپاره د یوې مېلمستیا برابرول کولی شی چې ستاسو کاری سټرس له منځه یوسی او هم مو د کار سره مینه زیاته کړی.

۶) کاری چاپېریال مو ښکلی کړئ
د کاری ځای د ښکلا لپاره مو له مختلفو تزئینی توکو څخه ګټه پورته کړئ. د کاری ځای ښکلا مو کار ته هڅوی. تاسو کولی شئ په کاری ځای کې د کورنۍ غړو انځورنه کېږدئ، ترڅو فکر وکړئ چې تاسو یوازې د ځان لپاره کار نه کوئ.

خوښی او نېکمرغی ستاسو لید او درک پورې اړه لری. د کار او کاری چاپېریال سره مینه، ستاسو چلند پورې تړاو لری. مثبت فکر او مثبت عمل وکړئ او خوشحاله ژوند وکړئ.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.