اشرف غنی ټاپی پروژه د افغانستان او سیمې لپاره یو کوریدو یاد کړ.

ولسمشر دغه څرګندونې په هرات ولایت کې د ټاپی پروژې د پېل وړاندې په ترکمنستان کې د دغې پروژې د بشپړیدو په پای غونډه کې ترکمنستان هیواد څخه مننه وکړه چې د خپلواک هیواد په توګه یو خپلواک سیاست سره یې د سیمې له هیوادونو سره اړیکې ساتلی دی.

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازی،د پاکستان لومړی وزیر او د ترکمنستان ولسمشر هم د ټاپی پروژې پر اهمیت خبرې وکړې.

افغان ولسمشر وایی د ټاپی پروژې د عملی کیدو لپاره ترکمنستان خپلواک هیواد وښوده چې د یو خپلواک سیاست درلودو سره یې د سیمې له هیوادونو سره اړیکې ټینګې ساتلی دی.

ولسمشر په ترکمنستان کې د ټاپی پروژې د بشپړیدو په پای غونډه کې وېنا پر مهمل  ټاپی پروژه یو کوریدور یاد کړ چې افغانستان به د سیمې او منطقې له هیوادونو سره ونښلوی.

ولسمشر زیاته کړه چې افغانستان د وصل سیاست غوره کړی او د سیمې له هیوادونو سره د وصل غوښتونکی دی.

هند افغانستان او ترکمنستان درې دوست هیوادونه دی او په راتلونکی کې هم ورته خوشبینه یم.

د هند د بهرنیو چارو وزارت استازی  هم ټاپی پروژې پر اهمیت وویل چې دا پروژه نه یواځې د هیوادونو د نیږدې کیدو باعث ګرځی بلکې د خلکو د اقتصادی ودې سبب هم کیږی.

(د دې سترې  اقتصادی پروژې سره به دوی وکولی شی چې د خپل هیواد د خلکو اړتیاوې پوره کړی.)

په ورته وخت کې

د ترکمنستان ولسمشر ډاډ ور کړ چې هیواد یې هوډ کړی څو د افغانستان د بیا رغونې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړی.

دغه راز د پاکستان لومړی وزیر ټاپی پروژه د هیوادونو تر منځ د نویو اړیکو یوه لار یاده کړه.

( زه هیله لرم چې درې واړه هیوادونه ترکمنستان افغانستان او هند هم له دې پروژې ګټه پورته کوی او په دې پروژې سره به د پاکستان د خلکو اړتیاوې هم پوره شی)

د ټاپی پروژې د عملی کار سره یو ځای ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د کاسا زر په نوم پاکستان ته د ۵۰۰ ولټه برېښنا د لیږد کار هم پېلیږی.

تمه ده د ټاپی پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان هر کال څلور سوه میلیون ډالرو تر لاسه کولو تر څنګ پنځه سوه میلیون متر مکعب ګاز هم افغانستان ته ور کول شی.

خبریال : جمشیدملکزی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares