افغان مناظره ادارې : ۱۰۰۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د ازمایښتی کانکور ازموینه واخیسته

د افغان مناظره ادارې اړوند پکتیا فرصت مرکز له څه کم ۱۰۰۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د ازمایښتی کانکور ازموینه واخیسته.

د روان لمریز کال د کب (حوت) میاشتې په ۳ مه نېټه، نن د پنجشنبې په ورځ؛ د افغان مناظره ادارې اړوند پکتیا فرصت مرکز په پکتیا کې له ۹۶۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د ازمایښتی کانکور ازموینه واخیسته. دغه ازموینه د نارینه و لپاره د عبدالحی ګردیزی عالی لېسې په انګړ او د ښځینه و لپاره د پکتیا فرصت مرکز په انګړ کې  برابره شوې وه. په ازموینه کې د مرکز ګردېز سربېره له لرې پرتو سیمو او ولسوالیو څخه هم زده کوونکو ګډون کړی و

.

د ازموینې مراسم د یو تن ګډونوال قاری محمد فهیم لخوا د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول او ورپسې د پکتیا فرصت مرکز مرستیال معروف افغان ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د عبدالحی ګردیزی عالی لېسې له ادارې، د پوهنې ریاست له مشرتابه او کارکوونکو، له همکاره مدنی ټولنو او امنیتی ارګانونو د افغان مناظره ادارې په استازیتوب مننه وکړه او په خپلو خبرو کې یې د پکتیا فرصت مرکز په خدمتونو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله. نوموړی وویل چې دغه ازموینه د ټولو ګډونوالو لپاره په بشپړه توګه وړیا ده او ترڅنګ یې د پکتیا فرصت مرکز ټول خدمتونه هم وړیا دی چې مالی لګښت یې د همدې مرکز، کونړ فرصت مرکز او افغان مناظره ادارې بنسټګر شوکت زمانی لخوا ورکول کېږی. ده وویل چې شوکت زمانی د کونړ اوسېدونکی دی چې دا مهال په نوی زیلاند هېواد کې استوګن دی او غواړی له افغان ځوانانو سره د تعلیم په برخه کې نه هېرېدونکې همکارۍ وکړی. معروف د شوکت زمانی د فکری لیدلوری په تشریح کولو سره وویل چې نوموړی پدې باور دی چې یوازې افغانان کولی شی ترڅو د تعلیم له لارې په افغانستان کې هوساینه او پرمختیا رامنځته کړی. ده زیاته کړه چې د افغان مناظره له سترو موخو یوه یې دا ده چې د یوویشتمې پېړۍ پرمختللی افغانستان د رامنځته کولو لپاره کار وکړی او د افغانانو لپاره د ژوند په هره برخه کې پرمختګ رامنځته کړی

له وینا وروسته د ازموینې صحنه جوړه کړل شوه، چې شاوخوا دوه نیم ساعته دوام یې وکړ او په ژوندۍ بڼه د افغان ډبیټ فیسبوک ګروپ لخوا یې هم یوه برخه خپره کړی شوه چې په زرګونو تنو فیسبوکوالو ولیدله او دغه کړنه یې وستایله. د دې ترڅنګ د ماسپښین لخوا د پکتیا فرصت مرکز په انګړ کې د ۶۰ تنه ښځینه ګډونوالو لپاره هم د کانکور ازموینې صحنه جوړه کړی شوه چې شاوخوا دوه ساعته دوام یې وکړ. د دغه ازموینې په تدویر کې د پکتیا فرصت مرکز له خپلو همکارانو، خواخوږو او همکاره مدنی ټولنو له غړو څخه ځانګړې مننه کوی او کورودانی ورته وایی. د یادونې ده چې دا په پکتیا کې لومړنی ازمایښتی کانکور دی چې په دومره لوړه کچه ګډونوالو پکې برخه اخیستې وه.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares