نړیوال جام افغانستان ته راورسېد

نن د ډسمبر پر( ۲۶) مه نېټه د (۲۰۱۹) کال راتلونکی  نړیوال جام  ټراپی افغانستان ته راورسېده یاد جام له انګلستان هېواد څخه په سل ورځنۍ سفر حرکت کړی و چې د دې کال په وروستیو کې افغانستان ته هم راوړل شوه  جام نن اته بجې حامد کرزی نړیوال هوایې ډګر ته راورسېد چې تود هرکلی سره مخ شو

 د یاد جام هرکلی لپاره د کرېکټ مینوالو ترڅنګ  افغان لوبغاړی ،د بورډ کارکونکی هم هوایې ډګر ته راغلی و چې له یو لړ مراسمو وروسته د افغان ورکټ بورډ ته ویوړل شو د غرمې وروسته به دارلامان  تاریخی ماڼۍ ته به ولېږدول شی هلته به یې هم تود هرکلی وشی له هغې وروسته به ماښام پنځه بجې په افغانستان ملی ټلویزیون کې هم تود هرکلی وشی او نندراې ته به وړاندې شی.

یاده ټراپی به د مرکز  کابل وروسته به دریو نورو ولایتونو ته هم په په سفر ولاړه شی سبا چهارشنبه به یاد جام په تاریخی ولایت بامیانو کې هم نندارې ته وړاندې شی همدارنګه بله ورځ د ډسمبر پر (۲۸)  مه نېټه به جام لرغونی ولایت  کندهار ته هم و یوړل شی او پر (۲۹) مه نېټه به په وروستیو کې هرات ته  هم یاده ټراپی نندارې ته وړاندې شی.

د یادونې وړده چې افغانستان ته له دې وړاندې یوځل د محمد نبی په لوبډلمشرۍ کې په (۲۰۱۴) کال وروستیو کې هم د یو ورځنیو سیالیو  ټراپی راوړل شوې وه او دا ځل د اصغر افغان په لوبډلمشر ۍ کې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د دوهم ځل لپاره راوړل شوه.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.