عبدالله حسرت؛ لنډه پېژندنه

عبدالله حسرت؛ لنډه پېژندنه

عبدالله حسرت د حاجی نصرالله زوی د پکتیا ولایت د سېدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په ۱۳۷۱ ل. ل کال کې یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړی خپلې لومړنۍ زده کړې د کوزې پښتونخوا د مردان په سیمه کې د باغیچې له ښوونځی، منځنۍ زده کړې یې د مردان له خیر اباد کالج او لوړې زده کړې یې د لېسانس تر کچې د کوزې پښتونخوا له عبدالولی خان پوهنتون څخه د سیاسی علومو په برخه کې ترسره کړې دی.

ښاغلی حسرت، چې ۲۵ کلن دی، د زده کړیالۍ له دورې څخه یې په بېلابېلو ملی او نړیوالو وېبپاڼو او ورځ پاڼو کې د منځنۍ، سوېلی او مرکزی اسیا د سیاست، ټولنیزو مسالو او ستونزو په اړه په انګلیسی او پښتو ژبه بېلابېلې مقالې لیکلې دی. نوموړی له کوزې پښتونخوا څخه پکتیا ته په راتګ سره د پکتیا په سیمه ییزو رسنیو کې د مدیر او اېډېټر په توګه دندې ترسره کړې دی، چې تر څنګ  یې خپلې لیکوالۍ ته هم دوام ورکړ. د خپلې لیکوالۍ او رسنیزو فعالیتونو له امله یې د ولایتی ادارې پاملرنه ځان ته واړوله، چې بالاخره نوموړی په پکتیا ولایت مقام کې د ویاند په توګه پر دنده وګمارل شو. حسرت له تېر یوه کال راهیسې د پکتیا ولایت د ویاند په توګه دنده ترسره کوی، چې په دغه موده کې یې هڅه کړې، د سیمه ییزو، ملی او نړیوالو رسنیو له لارې د پکتیا ولایت ریښتینی انځور وړاندې کړی او د یوه ویاند په توګه یې له خبریالانو سره ښه اړیکی او همکاری کړی ده  موږ هم ددې بریالی ځوان د لا پرمختګ لپاره لاسونه لپه کوو او د خدای ج له درباره څخه ددې وطن هر ځوان دده په څېر د علم، پوهی او زده کړی په پراخه ګاڼه سمبال غواړو.

 په درنښت

باوری خبری سرچینه اداره

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares