پاکستان:چمن پر دروازې محدودیتونه زیات کړی

د تیرې اونۍ راهیسې پاکستانی لوری خپل تدابیر سخت کړی چې له کبله یې افغان لوری ته سل ګونه پاکستانۍ لارۍ بندی پاتې دی. دغه لارۍ له کراچۍ بندر څخه په کندهار کې نړیوالو ځواکونو ته د الوتکو تېل انتقالوی.

که څه هم په دا وروستیو کې زیاتره افغانان د درملنې په موخه هند او نورو هیوادونو ته ورځی خو بیا هم زیاتره افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځی.

د ډیورند د کرښې په اوږدو کې میشت افغان پوځیان وایې چې ستونزه د پاکستان سرحدی قواوو جوړه کړې ده.

د افغان سرحدی پولیسو منصبدار عبدالله وایې چې پخوا به یې پاکستانی پوځیانو “خبرې منلې” خو اوس حالات بدل شوی دی.

د پاکستان سرحدی قواوو پر چمن دروازې د محدودیتونو د زیاتیدلو په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلو اړیکو په وجه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپین بولدک او چمن لار په تېر کې څو ځله ټرل شوې ده.

جمشید ملکزی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares