افغانستان په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ کال شل اوریز جام لوبو ته لاره ومونده

د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ پر بنسټ، د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې د ۲۰۲۰ زېږدیزکال نړیوال جام ته په مستقیم ډول لاره وموندله.

د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو نړیوال جام لوبې چې په استرالیا کې تر سره کېږی د همدې کال د اکتوبر له ۱۸ مې پیل کېږی او د نومبر تر ۱۵ به دوام وکړی.

د کرکټ نړیوالې شورا نن سه شنبې د مرغومی ۱۱ مه چې د ۲۰۱۹ میلادی کال د جنورۍ له لومړۍ نېتې سره سمه ده ویلی افغانستان به نېغ په نېغه په دې سیالیو کې برخه واخلی.

په خبرپانه کې ویل شوی، چې افغانستان به د اوو نورو هېوادنو ترڅنګ، د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د ۱۲ غوره ګډون کوونکو هېوادونو په پړاو کې په مستقیم ډول ګډون کوی.

د افغانستان کرکټ بورډ وایی، په یاد نوملړ کې د افغانستان سربېره پاکستان، هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، سویلی افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز هېوادونه شتون لری.

سرچینه زیاتوی، چې یادې اته لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز لوبو په درجه بندۍ کې اته غوره لوبډلې دی او پاتې څلور لوبډلې به د اتو نورو لوبډلو ترمنځ له سیالیو وروسته د دغه جام د ۱۲ ګډون کوونکو هېوادونو پړاو ته لاره ومومی.

باید و ویل شی، چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې بنګله دېش ته په ۳-۰ ماتې ورکولو سره د لومړی ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې اتم مقام خپل کړ.

او د همدې ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې په بریالیتوب سره په اتم مقام پاتې شو چې پایله کې یې افغانستان په مستقیم ډول د یاد کال نړیوال جام سیالیو ته لاره موندلې ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.