د هند مشهوره سینمایی ستورې سری دیویې مړه شوه

د هند د سینما (بالیووډ) مشهوره لوبغاړې سری دیوی د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه.

د سری دیوی مړینه څو شېبې وړاندې د هغې کورنۍ تایید کړه.

هوف پوسټ ورځپاڼه د سری دیوی د کورنۍ د غړیو په قول وایی چې نوموړې په یوه واده کې د ګډون لپاره دوبۍ ته تللې وه چې د زړه حمله پرې راغله.

د سری دیوې خاوند بونی کپور او لوڼې خوشی او جانهاوی کپور له دې سره دوبۍ ته تللی ول.

سری دیوې په سلګونو فلمونو کې کار کړی چې یو یې خداګواه نومېږی او په افغانستان کې یې فلم اخیستل شوی و. په دغه فلم کې له سری دیوې سره امیتابچن کار کړی دی.

خو د دې په مشهور فلمونو کې چاندنی، لمحه، مستر اندیا او نګینه د ډېرو هندیانو نه هېرېږی.

سری دیوې وروستی ځل په ۲۰۱۷ م کال په مم فلم کې ولیدل شوه.

سری دیوې د اویایمې لسیزې په پای او اتیایمه لسیزه کې د شهرت اوج ته ورسېده.

د هند حکومت دې ته په ۲۰۱۳ م کال د پدما شیری میډال ورکړی و چې په هندوستان کې څلورم مهم دولتی میډال دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares