کورنیو چارو وزارت: د دنیشه یې توکو پر ضد دوه نیم زره عملیات ترسره کړی

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالخلیل بختیار ویلی،چې په روان کال کې یې په هیواد کې د مخدره موادو پر ضد پولیسو نیږدې دوه زره پنځه سوه عملیات ترسره کړی دی

چې پر مهال یې وسله والو طالبانو او مخدره موادو مافیایی ډلو ته درنه زیانونه اړولی چې اندازه یې تر دوه نیم سوه میلیونو اوړی

د یاد وزارت چارواکی ددې عملیاتو پر مهال یې د هیرویینو د تولید ۲۷ لابراتوارونه او همدا راز د مخدره موادو د ۱۲ زیرمو هم له منځه وړلو خبر هم ورکوی

د کورنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړی چارواکی زیاته کړې، چې وسله والو طالبانو او ترویستی ډلو د مخدره موادو له تولید او قاچاقو څخه پیسې ترلاسه کولې او له دې لارې یې خپل فعالیتونه پر مخ وړل

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۷ میلادی کال راهیسې د افغانستان په شمال او سویل ولایتونو کې د مخدره موادو د کارخانو ویجاړولو او وسله‎‌والو طالبانو د مالی سرچینو د له منځه وړلو لپاره د افغان او ناټو ګډو ځواکونو عملیات دوام لری.

د ناټو د چارواکو په خبره د دې عملیاتو له پیله بیا تراوسه پورې وسله‌‎والو طالبانو او مخدره موادو مافیایی ډلو ته نېږدې ۲۰۰ میلیونه امریکایی ډالره زیان اوښتی او د مخدره موادو د تولید لسګونه کارخانې هم ویجاړی شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares