د افغانستان صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی

د سوداګرۍ او صعنت وزارت چارواکی وایی، د افغانستان صادرات د زیاتېدو په حال کې دی او اوس د کال یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لری.

دغه څرګندونې د یاد وزارت د پالیسۍ معین اجمل عبدالرحیم زی کابل کې د یوې خبری غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان صادارت په پراخ ډول زیات شوی دی.

نوموړدی زیاته کړه، چې د تېرې میلادی ۲۰۱۸ کال په لومړنیو ۹ میاشتو کې د افغانستان صادرات د تېرو کلونو په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی او په دغه کال کې د افغانستان صادرات تر یو ملیارد ډالرو زیات دی.

عبدالرحیم زی وایی، افغان حکومت له نړیوال بانک سره ژمنه کړې، چې افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې له وارداتی له صادراتی هېواد بدلوی.

هغه وایی، د صادراتو په برخه کې وروستیو پرمختګونو ته په کتو په راتلونکو څو کلونو کې به افغانستان خپلې دې ژمنې او ارمان ته ورسېږی او یو صادراتی هېواد به شی.

نوموړی وایی، د یوې سروې پر بنسټ چې نړیوال بانک په دې وروستیو کې کړې ده، افغانستان له ۱۸۳ درجې څخه د تجارت په برخه کې ۱۶۷ مې درجې ته لوړ شوی چې دا یوه نړیوال لاس ته راونه بلل کېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.