له خوب نه مخکې دا کارونه مو ګډ ژوند نېکمرغه کوی

ژباړه: بشر دروېش

د ځینو خلکو ګډ ژوند بې دلیله نېکمرغه او د نورو د پام وړ نه وی؛ هغوی ځینې عادتونه او اصول لری، چې عمل ورباندې کوی او په پایله کې یې خپل ژوند نېکمرغه کوی.

په دغو عادتونو او برخو کې یوه مهمه یې خوب دی.

خوب د ګډ ژوند ترټولو مهمه برخه ده، ځکه خوب دی، چې د یوه ژوند دوه شریکان پکې یو ځای کیږی او د ژوند د یو ځای والی ترټولو مهمه برخه تمثیلوی.

دلته د دوی مهم عادتونه او ځانګړنې درسره شریکوو، چې له پوره کولو سره یې ستاسې ګډ ژوند هم د نېکمرغۍ له خوندونو برخمنیدای شی.

د زړه له تله خبرې

له خوب مخکې باید د ژوند له ملګرې/ ملګری سره د زړه له تله خبرې وکړئ.
په خبرو کې باید دروغ نه وی، مهربانی زیاته وی، یو د بل خبرې به مینه واورئ، د ښو کارونو ستاینه وکړئ، د اندیښنو د حل لپاره ډاډ ورکړئ او هڅه وکړئ، چې کوم بې ځایه بحث درڅخه ونه شی.

ماشومان د خوب خونې ته مه پریږدئ

له خوب نه مخکې ماشومان له خپلې خوب خونې جلا او د خوب لپاره آرامه فضا درته مساعده کړئ.

یا ترهغې مه ویدیږئ، چې واړه ماشومان مو آرام ویده کړی نه وی او لوی ماشومان مو ویده شوی او خپلو کوټو ته نه وی تللی.

د موبایل غږ بند کړئ

که غواړئ د ګډ ژوند او خاصتاً د شپې لخوا له ګډ وخت تېرولو سم خوند واخلئ، د موبایل له مزاحمته ځان خلاص کړئ.

د ګډ ژوند د اصولو له مخې هیڅوک دومره مهم نه دی، چې د هغوی لپاره دې ستاسې له ستړې ورځې وروسته د آرام لپاره پیدا شوې شپه په ستونزو کړی.

د موبایل ترڅنګ د تلویزون د غږ له مزاحمت او نورو مزاحمتونو هم ځان خلاص کړئ.

په یوه وخت بسترې ته لاړشئ

د خوب بسترې ته یو بل نه مخکې مه ځئ. که داسې وکړئ او بل لوری له خپلو کارونو په تمامه مانا فراغت ونه لری، یا به ستاسې لپاره په نارامه ذهن بسترې ته راځی او یا که نه راځی ستاسې خوا به ځنې بدیږی.

نو غوره ده، چې په مشوره او له کارونو د فراغت تر ډاډ اخیستو وروسته په یوه وخت د خوب بسترې ته لاړشئ.

غېږ په غېږ کیدل او ښکلول

د ګډ ژوند د ارامه او خوندور خوب یو راز دا دی، چې د ژوند ملګری سره غېږ په غېږ شی او یوبل ښکل کړی.

دا کار د ورځې په پای کې کورته له تګ سره هم خپل عادت وګرځوئ.

ماساژ مه هېروئ

که ستړی یئ کنه، خو ښه ده چې یو بل ماساژ کړئ، یانې کېکاږئ یا چاپی کړئ.

په امریکا کې طبی څېړنو ثابته کړې، چې له خوب نه مخکې ماساژ د عصبی سیستم د ارامولو او پیاوړتیا لپاره ګټوره ده.

توندې خبرې مه کوئ

که د بحث لپاره توندې خبرې لرئ او مجبور یاست، چې حتما یې وکړئ نو د کولو لپاره یې له خوب نه مخکې وخت مه ټاکئ.

خپلې ګیلې مانې بل وخت ته پریږدئ، یا کیدای شی په ځنډ سره یې بیخی د مطرح کولو ضرورت ختم شی، چې دا به ټولو نه بهتره وی.

کار هېرکړئ

ځینې د خوب پروخت هم د کار په فکر کې وی، یا یې سرته کتاب، کمپیوټر یا بل څه د کار لپاره ایښی وی، یا یې دا فکر وی، چې سبانی کارونه به څنګه سرته رسوی؟

دا په ګډ ژوند کې له بدو عادتونو څخه دی، چې د ژوند د ملګرې/ ملګری حق ورسره خوړل کیږی.

دا کار به نه کوئ، کنه اړیکې مو متضرروی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.