د ستورو شپه " ‏

لیک: سید صابرشاه صابر

‏( د پښتون کوټ ادبی مېله)‏

بیګاه " د صابر د رڼا ملګری تحریک " سیوری لاندې د پېښور یونیوزسټۍ په خوله کښې د " ‏پښتون کوټ " په بره چت یوه شاهانه نما خیمه لګولې شوې وه پکښې هر ګوټ کښې د اور ‏ګرمې انګیټۍ لمبه کړې شوې وې او په د غه رڼا رڼا ګرمه خیمه کښې د لرې او برې پښتونخوا ‏د پښتو پتنګان شاعران ادیبان ـ صحافیان او د خاورې د سیاسی پارټو مشران راټول وو ـ دلته د ‏راڼۍ " پښتو " د ښائیست خبرې کیدې، دلته د سردارې او سالارې پښتو د بقا ترانې زمزمه کیدې ‏ــ د ماښام مونځ نه پس دا د هر ځل نه زیاته درنه او د خپلو مړونو خپلو شخصیاتو په حواله ‏خوره وره مړه مشاعره د صوابۍ د مشر شاعر محترم عزیز مانیروال په صدارت کښې شروع ‏شوه ‏
د دې مشاعرې مشران میلمانۀ د قام پرست ګوند قومی وطن پارټۍ مشر سکندر خان شیرپاؤ ، د ‏پیپلز پارټۍ صوبائی مشر منظور خان خلیل او ګران محقق ملګرى ډاکټر شیرزمان سیماب وو او ‏اعزازی میلمانۀ یې ډاکټر عالم یوسفزى ـ فضل شاه مومند ـ سید شهزاد بادشاه اوحقیق الاسلام ‏مومند وو د مشرانو کوربنو په چوکو زۀ ( صابرشاه صابر) او.جانګیرعالم یوسفزى کېنولى شوی ‏وو او د نظامت فرائیض یې جانان عباس شاه عابد او امیر صیب شاه حسین باچا تر سره کړل !‏
د شپې تر لسو بجو جاری دې ډیره ګرمه او درنه مشاعره کښې د بره مشرانو نه علاوه دې ‏قدرمنو شاعرانو خپل خپل کلامونه ووئیل ‏
محترم فلک نیاز نیازی ـ ډکټر بصیر ستوری ـ ډاکټر افضل خان ـ فضل قادر انډیوال ـ امتیازنسیم ‏ـ سردار نثارګنډاپور ـ واجد ودان خلیل ـ بخت علی شاه بخت ـ زیرک ملاګوری ـ عباس عقاب ـ ‏صفدر علی صفدر ـ کامران خلیل ـ مفتی هدایت الله افریدی ـ اسحاق خلیل ـ ذاکر الله ارمانی ـ ‏شهاب دستار ـ مومن خان مومن ـ مزمل مئین ـ زرشاد محسن ـ امرالله ژوندون ( اهنګ) زریاب ‏درانی ـ عابد فخر افغان ـ لیوال مومند ـ نوربادشاه باچا ـ وقاص وطن ـ خان طارق خان ( وطن ‏پال) ـ سید علی شاه مشال ـ هارون هدایت الله ـ عطاء محمد خلیل ـ ډاکټر فاضل رستم ـ جانس ‏خان خلیل ـ وسیم ظفر ـ سعید نعیم ـ بلال یوسفزى ـ ایمل صابرشاه ـ داود دانا ـ باورصیب( ‏اهنګ) الهام امام ـ سیرت افغان احد امین رهبر او نور ډیر د پښتو تنده غره مئینان موجود وو ـ ‏په دى موقعه سکندر خان شیرپاؤ او.منظور خان خلیل باقائیده په رڼا ملګرو کښې اعلان اوکړو ‏او دا اعلان هم اوشو چې ان شاءالله د رڼا ملګری به ډیره زر " صوبائی مشاعره کوی ـ دا ‏مشاعره به ټوله ورځ جاری وی او په دې صوبائی مشاعره " کښې به د پښتونخوا د هرې ضلعې ‏نه پینځۀ پینځۀ(۵_۵) نوموړی شاعران راغوښې شی ‏
دصابر د رڼا ملګری تحریک د صوبائی مشاعرې د ترتیباتو او تاریخ ټاکلو د پاره یؤ میټنګ به ‏ډیر زر په " وطن کور " کښې هم کیږی ‏
ـ د شپې لس بجې دا مشاعره په یوه درنه اوغوړه عشائیه سرته ورسیده

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.