دینداره ښځه نکاح کړه

نکاح کول په اسلامی شریعت کې یو خورا نیک عمل دی، قران او سنتو کې پرې پوره تاکید شوی، نیم ایمان ګڼل شوی، په ځینو حالاتو کې واجب شمېرل شوی او په ځینو کې دمندوب حکم ورکړ شوی، ترڅلورو ښځو پورې یوه سړی ته الله پاک د نکاح کولو اجازت ورکړی په دې شرط چې مالی او جنسی طاقت یې وی، او خوراک، څښاک، لباس او مسکن کې یې د انصاف څخه کار اخستونکې وی، که نه نو په یو ښځه قناعت کول پکار دی. 
د رسول اکرم څخه د دیندارو ښځو په غوره کول کې ډېر ارشادات او لار ښوونې شوی. زه به په لاندې ډول په دې هکله څو ترغیبی احادیث ذکر کړم،
لومړی حدیث: عن عبدالله بن مسعود. قال، قال رسول الله (یا معشر الشباب من استطاع منکم الباعه فلیتزوج فانه اعض للبصرواحص للفرج، ومن لم یستطع فعلیه بالصوم فانه له وجاء)رواه البخاری. 
ژباړه: د عبدالله بن مسعود. څخه روایت دی ویلی دی چې رسول اکرم فرمایلی،
ای د ځوانانو ټولګیه، د چاچې د نکاح کولو قدرت وی نو نکاح دې وکړی، ځکه نکاح د سترګو د ساتلو او د شرمګاه د مصئونیت لپاره اهمه وسیله ده، او څوک چې طاقت نه لری، پر ده لازم ده چې روژه ونیسی، ځکه دا روژه نیول د شهوت د ماتولو لپاره علاج دی. 
یعنې څوک چې د نکاح کولو مادې او معنوی قدرت لری نو لازم ده پرې چې نکاح وکړی، ځکه په نکاح سره د هغه سترګې حرامو ته د کتو نه بندیږی او شرمګاه یې د فحشاء څخه محفوظ پاتې کېږی. او څوک چې نکاح په اړه د مصارفو طاقت نه لری، هغه باندې لازمه ده چې د خپل شهوت د ماتولو لپاره روژه ونیسی ترڅو په زنا کې پرې نه وځی. 
په حدیث کې خطاب له دې امله ځوانانو ته شوی چې په هغوی باندې د زیات شهوت درلودلو ګمان کېږی او په زنا کې د واقع کېدو ویره ترې کېږی، که نه نو حکم عام دی او ټولو هغو کسانو ته شامل دی چې د نکاح کولو طاقت یې وی که څه هم د ځوانې مرحله (۳۰) کاله اړولې وی. او دا په تجربه ثابته شوی چې روژه نیول شهوت کمه وی او د الله په فضل د فحشاء څخه مخنیوی کوی، او د دې غریزی د شر څخه یې الله پاک ساتی. 
له دې حدیث څخه دوه مهم څیزونه او دهغې ګټې هم راته څرګندې شوی،
۱: د قدرت په حالت کې نکاح کول ځکه دا د سترګو د حفاظت لپاره د حرامو له لیدو څخه مهمه ذریعه ده، او د شرمګاه لپاره د فحشاء څخه د ژغورنې خورا ښه وسیله ده. 
۲: د نکاح کولو د قدرت نه لرلو په صورت کې روژه نیول، ځکه چې روژه نیول د یوې خوا ثواب او نیک عمل دی او د بلې خوا د شهوت د کنترولولو او د فحشاء م. لپاره د علاج یوه مجربه نسخه هم ده. 
دویم حدیث: عن ابی هریره. قال، قال رسول الله ص،
(ثلاثه حق علی الله عونهم، المجاهد فی سبیل الله ، والمکاتب الذی یرید الاداء، والناکح الذی یرید العفاف) رواه الترمذی. 
ژباړه: د حضرت ابو هریره. څخه روایت دی ویلی دی، رسول الله فرمایلی، درې کسان دی چې واجب کړی الله په ځان باندې مرسته د دوی د الله په لار کې مجاهد، هغه غلام چې بادار ورسره د روپو په مقابل کې د ازادئ عقد کړی وی او دې هغه ته د روپو ورکولو اراده لری او هغه نکاح کونکی چې په نکاح سره د خپل ځان د پاک ساتلو قصد لری. 
په دې مبارک حدیث کې رسول الله درې کسه په ګوته کړی چې د هغوی په نسبت الله د مرستې کولو کلکه وعده کړی، او هغه کسان دا دی،
۱: هغه څوک دی چې د الله په لاره کې د هغه د دین د لوړتیا په خاطر په پوره اخلاص او قوی عزم سره جهاد ته ولاړ شی. نو ده سره د الله مرسته خامخا کېږی، یا به یې ژوندې غازی د غنائمو سره راګرزوی، او یا به یې د الله په لاره کې شهادت په برخه کوی، او دا دواړه د الله له خوا له ده سره یو دول مرسته ده، ځکه غازیتوب او شهادت دواړه داسې نعمتونه او ښکلې القاب دی چې هر چا ته نه میسر کېږی، بلکې د هغه چا به په برخه کېږی چې د الله مرسته ورسره وی. 
۲: هغه مکاتب چې د خپل کتابت د بدلې ادا کولو خورا کلک عزم او قوی اراده ورسره وی. او مکاتب هغه غلام ته ویل کېږی چې بادار (سید) ورسره د معلوم مقدار پیسو په بدل کې د ازادئ (عتق) او حریت عقد کړی وی. 
اوس وخت کې دا ډول کسان لله الحمد نشته، د دوی پر ځای کولای شو د پیسو په مقابل کې خدمتګاران (مزدوران) او قرض داران د مثال په توګه ذکر کړو په دې مفهوم چې که یوه چا خپل مزدور ته یو موټې پیسې د قرض په توګه ورکړی او هغه سره یې د ادا کولوپخه اراده وه نو بېشکه الله پاک د هغه سره پّه دې کار کې مرسته کوی او هغه ته د قرض د ادا کولو توفیق ورکوی، او همدارنګه د قرض دار حکم هم دی هر قرض دار سره چې د ورکولو قوی عزم وی نو الله پاک ورسره په دې هکله پوره مرسته کوی. 
لکه چې مخکې د پور وړی موضوع کې په دې برخه کې یو څه بیان هم ذکر شوی. 
۳: هغه واده کوونکې چې په خپل واده سره د خپل عفت او پاک ۍ د حفاظت اراده لری او خپل واده د ګناه څخه د بچکولو او د انسانی نسل د بقاء لپاره وسیله ګرزوی، یواځې د جنسی غزیزی او حیوانی خواهشاتو پوره کول یې هدف نه وی. نو داسې کسانو سره هم الله پاک د خپل شرعی مقصد د سرته رسول و په برخه کې مرسته کوی او د دوی په مخ کې پراته مشکلات ورته اسانه وی او خنډونه او موائع ورڅخه پورته کوی. 
دا د الله له لوری د دوی سره وعه او الله پاک هېڅکله د خپلې وعدی خلاف ورزی او د هغې څخه سرغړونه نه کوی (ولن یخلف الله وعده) سوره الحج /۴۷. 
درېیم حدیث: عن عبدالله بن عمروبن العاص. ان رسول الله قال، 
(الدنیا متاع، وخیر متاعها المراه الصالحه) رواه مسلم. 
ژباړه: د حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص. څخه روایت دی چې رسول اکرم فرمایلی دنیا (ټوله) ګټه (فائده) ده، او ښه ګټه یی نیکه ښځه ده. 
ځکه په دې سره انسان ته جسمی او روحی تسکین حاصلیږی، ژوند یې نیکمرغه کېږی، یو د بل سره د مینې او محبت وسیله ګرځی، او بالاخره د ښځې او خاوند دواړو د اختلاط څخه انسانی نسل په دنیا کې خپریږی، لکه چې الله پاک د سوره النساء په (۱) ایت کې ارشاد فرمایلې (یا ایها الناس اتقوا ربکم الذی خلقکم من نفس واحده وخلق منها زوجها، وبث منهما رجالا کثیرا ونسا‌ء) ای خلقو وویریږئ له رب خپله هغه (رب) چې پیدا یې کړیې تاسې له یوه نفسه څخه او پیدا یې کړه له دې نفسه جوړه د ده او خواره یې کړل له دې دواړو څخه سړی ډېر او ښځې (ډېرې). 
او په همدې(نکاح) سره د یوه مسلمان نیم ایمان پوره کېږی او سړې ورباندې د ډېرو بدو کارو څخه منع کېږی، له همدې لامله ورته د دنیا خورا ښه ګټه ویل شوی ده. 
څلورم حدیث: عن انس. ان رسول الله قال،
من رزقه الله امراه صالحه، فقد اعانه علی شطر دینه، فلیتق الله فی الشطر الباقی) رواه الحاکم. 
ژباړه: د حضرت انس. څخه روایت دی چې رسول اکرم فرمایلی،
چا ته چې الله پاک صالحه ښځه روزی کړه، نو الله پاک د ده مرسته په نیم ایمان سره وکړه، و د الله څخه دې د نیم نور ایمان په حاصلو کې وه ویریږی. 
یعنې چاته چې الله د نکاح کولو توفیق ورکړ او شرعی نکاح یې وکړه. نو د الله په مرسته د ده نیمایې ایمان پوره شو، نو له دې وروسته پرې لازم ده چې د پاتې نیم ایمان په حاصلو کې د الله څخه وه ویریږی، د هغه څخه مدد وغواړی تر څو د پاتی نیمایې ایمان په لاسته راوړلو کې هغه ته توفیق ورپه برخه کړی، او ټول ایمان یې پوره شی او بالاخره جنت ته د ننوتو جوګه شی. 
پنځم حدیث: عن ابی سعید الخدری. قال، قال رسول الله ص،
(تنکح المراه علی احدی خصال، لجمالها، ومالها، وخلقها، ودینها، فعلیک بذات الدین والخلق تربت عینک) رواه احمد، وابن حبان فی صحیحه. 
ژباړه: د ابو سعید الخدری. څخه روایت دی ویلی دی چې رسول الله فرمایلی، ښځه په یوه د څو خصلتونو (وجو) په نکاح کېږی، د ښائست له وجې، او د مال له وجې، او د اخلاقو له وجې، او د دین له وجې، نو لازم دې پر تا (ای مخاطبه) د دین او د ښو اخلاقو خاونده، ښی لاس دې په خاور ککړ شه. 
دې مبارک حدیث کې رسول پاک د ښځې د نکاح کولو څلور مهم اسباب ذکر کړی او هغه دا دې، 
۱: ښائست یعنې هر څوک کوښښ چې خپل ځان، زوی یا ورور ته داسې ښځه په نکاح کړی چې ښائسته او ښکلې وی، په بدن روغه، او له رنګه هم پیمخې وی. 
۲: مال دا هم د ښځې په غوره کولو کې رول لری، هغه ښځه چې د ښائست سره مال هم لری عادهً د هغې ښځې څخه چې ښائست که څه هم لری خو له فقیرې کورنې څخه وی غوره ګڼل کېږی او خلک یې خو ښوی. 
۳: اخلاق یعنې هغه ښځه چې د نیکو او ښو اخلاقو لرونکی وی هغه هم خلک زیاته خوښوی د هغې ښځې په نسبت چې بدخویه، تروه ترخه او جنګیر که وی. 
۴: دینداری په دې معنې کومه ښځه چې دیندار وی، تقوی او پرهیز ګاری لری، حیاناکه او پرده دار وی نو هر څوک یې خوښوی او کوښښ کوی چې خپل ژوند کې یې د ځان ملګری وګرزوی. 
د حدیث په اخر کې رسول الله امر کړی چې کوښښ وکړئ چې دینداره او د ښو اخلاقو لرونکې ښځه وکړئ، او مخاطب ته یې دعا هم کړی چې الله دې مال زیات کړه. 
په دې ذکر شو څلورو خوبونو کې روستی دواړه (اخلاق او دین) خورا ډېر مهم دی ځکه رسول کریم خپل امت د هغو ښائسته ښځو د نکاح کولو څخه ویره ولې کومی چې په بې دینه او بد اخلاقه کورنۍ کې لوی شوی وی، او داسې هم فرمایلی، چا چې کومه ښځه صرف او صرف د مال له کبله په نکاح کړه الله به یې فقر نور هم زیات کړی او دا ئی هم فرمایلی، چا چې ښځه یواځې او یواځې د حسب له وجې په نکاح کړه، دې به نور هم ټیټ او ذلیل کړی. 
نو د دې او داسې نورو احادیثو څخه په واضحه توګه څرګندیږی چې د ښځې په نکاح کولو کې ترټولو غوره او اهم څیز دینداری او ښه اخلاق دی، او د داسې ښځو په لټون او لاسته راوړولو کې رسول پاک پوره پوره تاکید کړی ان تردې چې فرمایلی دی (ولامه خرماء سوداء ذات دین افضل) او خامخا وینځه سوری مخې (چوچکی) سوری غوږی، تکه توره، خو چې دینداره وی ډېره بهتره ده د هغې ښځې چې بې دینه ښائسته، یا بې دینه مالداره، او یا بې دینه نسب داره وی. او د یوه روایت په اخر کې دا هم فرمایلی، (فاظفر بذات الدین تربت بذاک) یعنې د دیندار په پیدا کېدو ځان کامیاب کړه دواړه لاسونه دی خړشه.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.