ټاپسی پانو : د کرکټ د لوبغاړی او سوداګر سره واده نه کوی

د بالیووډ ۳۰ کلنه اداکاره ټاپسی پانو وایی، چې د انوشکا شرما په څیر د کرکټ د لوبغاړی او یا هم کوم شتمن تاجر سره واده نه کوی. اغلې پانو وایی، چې واده به یې د نورو هندیانو په څیر ساده او غریبانه وی. ددې په وینا، چې آن هندی رسنۍ به هم پرې د خبر جوړولو لپاره زړه ښه نه کړی. کله چې د تیر ډیسمبر په ۱۱ مه د هندی سینما ښکلې ادکارې انوشکا شرما او د هندوستان د کرکټ د ملی ټیم لوبغاړی ویرات کولی واده وکړ، په بالیووډ کې د نامزادیدو او واده کیدو خبرې هم تودې شوی دی. ټاپسی پانو وایی، چې ددې شخصی ژوند ښکاره دی او داسې څه نه لری، چې له خلکو یې پټ کړی. نوموړې وړاندې وایی: ((شحصی ژوند مې له چا پټ نه دی. زه نه هم د کوم کرکټر سره؛ نه هم د کوم سوداګر سره، او نه هم د کوم ډاریکټر، اداکار او پروډیسر سره یارانه لرم. کله مې چې واده وی، داسې کومه ډیره غټه خوشالی به نه وی؛ بلکې یو عادی واده به وی.)) بل پلو هندی رسنۍ لیکی، چې ټاپسی پانو د بیډمینټن (ټاینس) د ډنمارکی لوبغاړی میتیس بوی سره د کلونو راهیسې یارانه لری. خو ټاپسی پانو ډیر کله په دې اړه جزیات نه ورکوی او د میتیس بوی سره د یارانې او انډیوالۍ خبرې ردوی. پانو وایی، چې ښاغلی میتیس سره یواځې سلام کلام لری او ډیر یې ښه نه پیژنی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares