یوه پلار خپله لور ژوندۍ سوځولې

په هندوستان کې یوه نجلۍ د دې له امله ژوندۍ سوځول شوې چې ولې یې له پردی سړی سره په موبایل خبرې کړی دی.

د رپوټونو له مخې، دا انجلۍ چې ۱۶ کاله عمر یې درلود، د پلار له لورې سوځول شوې.

د معلوماتو له مخې، پېښه د هندوستان په مهراسټرا ایالات کې واقع شوې چې خلک یې حیران کړی دی.

ویل کیږی پلار چې کله خپله لور لېدلې چې په موبایل خبرې کوی نو یې پرې پټرول پاشلی او ژوندۍ یې سوځولې ده.

هندی رسنۍ وایی، ۳۵کلن مرتضی منصوری خپله ۱۶ کلنه لور هغه مهال د اور د لمبو خوراک کړه چې په موبایل کې یې د خبرو کولو پر مهال ولېده، ویل کیږی لومړی یې ورته موبایل پر ځمکه ویشتلی او ترې وروسته یې پر خپله لور پیټرول شیندلی او سوځولې یې ده.

د لور د سوځولو چېغو په اوریدو سره یې مور د شاوخوا خلکو په مرسته خپله لور نژدې روغتون ته لیږدولې وه، چې ځایی روغتون ورته د نجلۍ د خراب حالت په لیدو بل ځای ته د انتقال مشوره ورکړې وه.
خلکو هم شایسته نومی نجلۍ سمدستی بل روغتون ته انتقال کړې وه.

ډاکټرانو ویلی چې د قربانی شوې انجلۍ د بدن ۸۰ سلنه برخه د اور لمبو خرابه کړې ده.

د مور په خبره یې لور یې شایستې پر ټیلفون خبرې کولې چې د خاوند نظر یې پرې لګیدلی او پرې شکی شوی دی.

دې ویلی چې خاوند یې ځکه په قهر شو چې فکر یې وکړ لور یې د کوم پردی هلک سره پرټلیفون بېځایه خبرې کوی، د مور په خبره یې په داسې حال کې چې له چا سره یې خبرې نه کولې.

هندی پولیس وایی محمد مرتضی یې نیولی او څیړنې ترې کیږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.