رېز ۳ له پرېمانه بدلونو سره راځی

د بالیووډ مشهور فلمونه رېز او رېز۲ پخوا نندارې ته وړاندې شوی او ژر به رېز۳۳ هم خلک ووینی، خو پوهېږئ چې په رېز۳ فلم کې کوم بدلونونه راغلی دی. لومړی خو د دې فلم په مرکزی رول کې د سیف علی خان پر ځای دبنګ خان یا سلمان خان ته ورکړل شوی او تر څنګ یې ترې غوښتی چې ۸ کیلو ګرامه وزن کم کړی.

له سلمان خان سره به دا ځل په مرکزی رول کې د دپیکا پر ځای جیکولین وی، همدا ډول به مشهور فلم جوړوونکی عباس مستان د رېز۳ برخه نه وی او ځای یې ریموډیسوزا ته ورکړل شوی دی. په رېز۳ کې بل لوی بدلون د بوبی‌دېول دی چې په بالیووډ کې به له کلونو ځنډ وروسته را ښکاره شی. په فلم کې انیل کپور پر خپل ځای پاتې شوی دی، خو د امیشا پټېل په اړه لا تر اوسه کوم خبر نه دی ورکړل شوی. سرخط ورځپاڼه

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares