د بالیوډ هغه ستوری چې اټکل دی روان کال به وادونه وکړی

روان نوی پیل شوی کال لکه څنګه چې د نورو خلکو لپاره د خوښیو او یادونو ډک یو کال وی دغه راز به د بالیوډ سېنما ځینې ستوری هم داسې یادونه او خوښۍ ولری چې د ژوند تر پای به یې یاد ساتی.

تېر کال هم په هندی سېنما کې په ډېر شمېر سره مشهور فلم ستورو ودونه وکړل او خپلې مینې یې تر لاسه کړی، لکه: سونم کپور، ډپیکا پډوکون، رنویر سنګهـ، پریانکا چوپړا، کپل شرما او یو شمېر نور…
اټکل دی چې سږ کال به هم ځینې فلم ستوری ودونه وکړی چې په کې دغه لوبغاړی شامل دی:

1) ورون دهون او نتاشا دلال

ځوان او د شوخ طبیعت لرونکی ورون دهون تېر یو کال راهیسې د خپلې نجلۍ ملګرې(Girl Friend) له امله د خبرونو سرټکی جوړ شوی.
دا خبره دوی دواړو منلې چې له یو بل سره مینه لری او اوږدې یارانې وروسته یې لیدل او پاتې کیدل له یو بله سره حتمی شوی دی، اټکل دی چې ورون دهون به روان کال نومبر په میاشت کې د نتاشا دلال سره واده وکړی.

2) ارجن کپور او ملایکه اروړه

د ارباز خان او د نوموړې پخوانۍ مېرمنې ملایکه اروړه تر منځ د جدایې یا بیلتون وروسته د دغه مېرمنې او د ارجن کپور د یارانې خبرې کیږی.
د دې تر څنګ د ارباز خان او د ایټالوی ماډلې جورجیا اندریانه تر منځ د مینې او محبت کیسې خلک یو بل ته اوروی او د خبرونو سرټکی دی خو د ارجن او ملایکې یارانه یې پټه نه ده ساتلې.
اټکل دی چې دغه جوړه (ارجن کپور او ملایکه اروړه) به هم روان کال د یو بل سره د واده په تار وتړل شی.

3) رنبیر کپور او عالیه بهټ

د کپور د کورنۍ سره تړاؤ لرونکی د هندۍ سینما فلم ستوری رنبیر کپور نه یوازې د اداکارۍ بلکې ډېر کله د نورو سره د اړیکو له امله هم تل د خلکو یاد وی او د رسنیو زیات ورپام کیږی.
خو ډېر چې یې د یارۍ خبرې کیږی او منلې یې هم ده چې ورسره مینه لری عالیه بهټ ده چې دا هم د یوه فلمی کورنۍ څخه ده.
اټکل داسې دی چې دغه مینه به هم سږ کال یو بل ته ورسیږی.

4) علی فضل او رچاچډها

د فلم (فکری) او (فکری ریټرن) څخه د شهرت پوړیو ته رسیدلې جوړه علی فضل او رچاچډها غواړې چې د فلمی نړۍ تر څنګ د حقیقی ژوند هم یوه ښکلې جوړه واوسی او یو بل سره خپل ژوند شریک کړی.
دوی څو ځلې د خپلې مینې اظهار هم کړی او منلې یې ده چې یو بل سره به واده کوی.
معلومیږی داسې چې دوې دواړه به هم سږ کال واده وکړی.

5) راجکمار راؤ او پترا لیکها

استری، نیوټن، بریلی کی برفی، ټریپ او علی ګړه په شان فلمونو څخه مشهور شوی راجکمار راؤ هم په دې ورځو کې د خلکو تر نظره راغلی، د دې په تړاؤ ویلی کیږی چې غواړې خپلې کامیابۍ له خپلې ملګرې پترا لیکها سره په ژوند شریکول زیاتې کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.