عالیه بهټ خپل پلار سره په یوه فلم کې له کار کولو څخه وېره لری

د هندۍ سېنما ځوانه تکړه فلم ستورې عالیه بهټ وایی، په خپل راتلوونکی فلم کې د خپل پلار یوځای د کارکولو څخه وېره لری.

اټکل دی چې عالیه به په فلم (سړک۲) کې د خپل پلار مهیش بهټ سره یوځای په یوه فلم کې کار وکړی.

عالیه بهټ د ګوتو په شمار د مشهور فلم ستورو څخه ده چې په لنډ وخت کې یې زیات شهرت موندلی او زیات مینوال یې ځانته پیدا کړی دی، د فلم د کتوونکو په نظر یو لامل دا هم دی چې عالیه بهټ د فلمونو غوره انتخاب لری.

هندۍ رسنۍ وایی، د سکرپت او ښې کیسې د غوره انتخاب تر څنګ بیا هم عالیه بهټ د خپل پلار مهیش بهټ سره یوځای له کار کولو وېره لری.

په یوه مرکه کې عالیې ویلی دی، د خپل پلار سره هره ورځ مخ کیږی او ګوری خو د دې باوجود بیا هم په فلم(سړک۲) کې د هغه سره د کار د پیل وړاندې په وېره کې ده او تشویش لری چې څه ډول به یې پای ته رسوی.

ځوانه فلم ستورې عالیه بهټ وایی، د موسیقۍ په تړاؤ زیاته نه پوهیږی او ډېرې خبرې پرې نه کوی او ترې لرې پاتې شوې په داسې حال کې چې پلار یې د موسیقۍ او نورو کارونو په باره کې ډېر جدې دی او همدا لامل دی چې ورسره د یوځای کار کولو څخه وېره لری.

د یادولو ده چې عالیه بهټ به په ۲۰۱۹ کال کې په دریو فلمونو کې راښکاره شی چې په کې ګلی بوائی، کلنګ او براهمسترا ده.

د دې سربېره به نوموړې فلم اداکاره په فلم سړک۲ کې هم د فلم مرکزی رول په غاړه ولری.

اټکل دا دی چې دغه فلم به په ۲۰۲۰ مېلادی کال کې ریلیز شی، د فلم د لارښود چارې د مهیش بهټ پر غاړه دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.