د کندهار د محلی موسقی یو ستوری ومړ

د کندهارد سیمییزې موسقی سندرغاړی احمدالله جان کندهاری له دې فانی دنیا وکوچید، دغه ځلانده ستوری او د کندهارۍ سندرو خوږ ژبی سندرغاړی تیره ورځ په کندهار کې د ور پېښې شوې ناروغی له کبله ساه ورکړه، احمد الله جان کندهارۍ په ټیټی احمد الله مشهور و. اروا ښاد د تیرو ۲۵ کلنو راهیسی سندرې ویلی چې د سندرو ډیره برخه یې د افغانستان بیا په ځانګړې توګه د کندهار ښکلا او کندهاری ولس میړانې او غیرت ته ځانګړې وه.

د احمد الله جان د سندرو ثابت شمیر ندی معلوم؛ خو ویل کیږی چې په زرګونو سندرې یې یې ثبت کړې وې، ارواښاد د ژوند ۵۷ پسرلیه ګل کړی و چې اوس زموږ په منځ کې نشته.

د احمد الله په سندرو کې د ده تصویر په نشت حساب دی، نیږدې ټولې سندرې یې اډیو یی دی.

د نومړی یوه مشهوره سندره په لاندې بیتونو پیلیږی.

ښار کندهار څه عجب ښار دی، د احمدشاه بابا مزار دی،

دا سندره د احمدالله کندهاری تر ټولو مشهوره سندره ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.