د سعودی عربستان ولیعهد پاکستان ته د ورتګ راپورونه

پاکستان ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د ورتګ راپورونه ورکړل شوی. پاکستانۍ رسنیو ویلی شهزاده سلمان به له ۱۵ میلیارد ډالره ژمنې سره پاکستان ته سفر وکړی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سعودی عربستان د یوې خبری سرچینې له قوله لیکی، چې سلمان به د خپل سفر په ترڅ کې د تېلو د چاڼ زېرمو په برخه کې د ملیاردونو ډالرو پانګونې تړونونه لاسلیک کړی.

دغه ورځپاڼه وایی، د پاکستان او سعودی د اقتصادی پلاو تر منځ په ګوادر بندر کې د تېلو د چاڼ خونو پر جوړېدو له وړاندې خبرې شوې او پای ته رسېدلې دی.

سرچینه زیاتوی، د سعودی اقتصادی پلاوی چې مشری یې محمد بن سلمان کوی، په راتلونکې فبروری میاشت کې به پاکستان ته سفر وکړی او له بېلابېلو چارواکو سره به وګوری.

د پاکستان د فدرالی دولت سلاکار وزیر هارون شریف ډان ورځپاڼه ویلی، په ګوادر بندر کې د تېلو د چاڼ خونو پر جوړېدو څه موده وړاندې د سعودی د ۱۵ کسیزه اقتصادی پلاوی او پاکستان تر منځ خبرې وروستۍ شوې دی.

هغه زیاته کړې، چې د تیلو د چاڼ خونو تړون له آرامکو شرکت سره وروستۍ شوی او تړون به یې په یوه مناسب وخت کې لاسلیک شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.