د حضرت ځاځی بریدګره توپ وهنه دوام لری

د بنګله دیش د کورنی کرکټ په غوره لیګ ۲۰ اوریزه تجارتی سیالیو کې د افغان لوبغاړی حضرت الله ځآځی په چټکې برید کونکې توپ وهنې ډهاکه لوبډله دویمې بریا ته ورسوله.

 افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د ارج شاهی کینګز خلاف ۷۸ او په دویمه سیالۍ کې یې د کولنا لوبډلې خلاف ۵۷ چټکې منډې جوړې کړې.

 د (بی پی ایل) په نوم پیل شویو روانو لوبو کې تر دې مهاله ۶ لوبې ترسره شوې دی، چې پکې حضرت الله ځاځی په دوه اننګزونو کې د ۱۲ شپږیزو په وهلو او ۱۳۵ منډو مخکښ توپ وهونکی دی.

 دغه سوداګریزه سیالۍ د ۷ لوبډلو په ګډون درې ورځې وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه بنګله دیش کې پیل شوې دی، چې د فیبرورۍ میاشتې تر ۸ مې پورې به دوام وکړی.

 په دغه لیګ سیالیو کې د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړی هم شتون لری، چې پکې حضرت الله ځاځی د ډهاکه ډینامیټس، شهزاد محمدی او نجیب الله ځدران د چیټاګانګ ویکنګز، ګلبدین ناییب د سیلهیټ سیکسرز، ظاهر خان د کولنا ټیټانز، وقار سلام خیل له کمیلا ویکټورینز او قیس احمد د راج شاهی کینګز لوبډلې سره د لوبیدو په موخه بنګله دیش ته تللی دی.

 د بنګله دیش سربېره په دې لوبو کې د اسټرالیا، انګلستان، افغانستان، پاکستان، سریلنکا، ویسټ انډیز، جنوبی افریقا، نیوزیلینډ، زیمبابوې، ایرلینډ او نیپال هېوادونو د کرکټ ملی لوبډلو لوبغاړی شامل دی.

 ګډون کوونکې ۷ لوبډلې کمیلا ویکټورینز، چیټا ګانګ وایکنګز، راج شاهی کینګز، رانګپور رایډرز، کولنا ټیټانز، ډهاکه ډینامیټس او سیلهیټ سیکسرز به په لمړۍ مرحله کې دوه ځلې یو بل سره مخامخ شی، چې ورڅخه به مخکښې لوبډلې د پلای آپ مرحلې ته ورسیږی.

 د بنګله دیش غوره لیګ لیګ ۲۰ اوریزه سیالۍ د لمړی ځل لپاره په ۲۰۱۲ م کال پیل شوې دی، چې له هغې راهیسې یې دا شپږم پړاو دی او پکې درې ځلې ډهاکه ډینامیټز، یو ځل کمیلا ویکټورینز او په تیر وروستی پړاو کې یې رانګپور رایډرز لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی، چې سږ کال له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.