ځوانانو ته کارموندنه باید د دولتی ادارو د پروګرامونو اساسی موخه وی

د ځوانانو لپاره د کار موندنې اجرایوی کمېټې نن سهار خپله ناسته په سپیدار ماڼۍ کې دهېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه .
 په دې ناسته کې لومړی د هېواد اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دې کمېټې چارې باید د ځوانانو پر وضعیت او هغوی ته د کار د موندلو په برخه عملی پایلې ولری.
 اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، چې ټولې ادارې دې په همغږی ډول د ځوانانو د کارموندنې لپاره هڅې وکړی او اشتغال موندنه یې باید د پروګرامونو په سر کې ځای ولری. اجرائیه رئیس د کار ملی کنفرانس جوړېدل غوره اقدام وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دې کنفرانس پایلې باید په جدی ډول تعقیب شی څو ځوانانو ته کار پیدا شی.
 په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکی وویل، د کار ملی کنفرانس د پای رپوټ یې د ټولو ځوانانو او ګډونوالو له نظریاتو او مسوولینو له ژمنو سره سم برابر کړی او هڅې یې پیل کړی ټولو هغو ادارو چې په دې کنفرانس کې یې د اشتغال د پیدا کېدو ژمنې کړې وې باید خپل رپوټ وړاندې کړی څو معلومه شی چې څومره خلکو ته یې کار موندلی دی.
هغه وویل، د کار په ملی کنفرانس کې یې په شپږو سکتورونو کې یې د روان کال تر پایه د ۷۴۰۰زره کسانو لپاره د کار موندنې ډاډ ترلاسه کړی و او اوس دوی دغه ژمنې ارزوی. نوموړی ډاډ، چې تر راتلونکیو دریو کلونو پورې به کابو دوه نیم میلیونه کسانو ته کار ومومی؛ خو غوښتنه یې وکړه چې ټولې ادارې دې ورسره په رښتینی ډول همکاری وکړی.
 ښایلی ذکی زیاته کړه چې، له عربی اماراتو سره افغانستان یو تفاهم لیک لاسلیک کړی چې د دېرشو کالو لپاره به په هغه هېواد کې افغان ځوانانو ته په قانونی ډول د کار زمینه برابره کړی.
 د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو دولتی ادارو وغوښتل چې خپلې بودیجې دې ځوانانو ته د کارموندنې پر اساس برابرې کړی او د کارګرو د فنی کولو لپاره دې فنی او مسلکی زده کړې دوام پیدا کړی.
 اجرائیه رئیس وویل، ټولې ادارې باید د کارموندلو لپاره له خپلو ژمنو او کړیو اقداماتو څخه واقعی رپوټونه وړاندې کړی، څو معلومه شی چې څومره ځوانانو ته کار موندل شوی او نورې کومې چارې دی چې ځوانانو ته کار پیدا کوی.
 اجرائیه رئیس زیاته کړه، کارموندنه باید د ټولو دولتی ادارو د پروګرامونو یوه اساسی موخه وی او د بودیجې لوړې سلنې مصرفول د ځوانانو لپاره د کار په موندلو کې اساسی رول لری.
 اجرائیه رئیس هدایت ورکړ، چې د یادې کمېټې تر راتلونکې ناستې پورې باید ټولې دولتی ادارې په روان کال کې د کار موندلو په اړه خپل واقعی رپوټ وړاندې کړی.
په یاده  غونډه کې همدارنګه د ځوانانو د ملی ستراتېژۍ په اړه هم بحث وشو. د ملګرو ملتونو د ځوانانو د څانګې مسوول ډاکټر نورمحمد مراد او د ځوانانو چارو مرستیال ډاکټر کمال سادات د یادې ستراتېژۍ د چارو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دې ستراتېژۍ د ټولو ځوانانو نظرونه اخیستل شوی او کره شوې ده.
 هغوی وړاندیز وکړ، چې هر څه ژر دې دا ستراتېژی د وزیرانو شورا په ناسته کې هم تر بحث لاندې ونیول شی او تصویب شی څو یې د عملی لپاره زمینه برابره شی.
 د هېواد اجرائیه رئیس ډاډ ورکړ، چې د وزیرانو شورا په راتلونکې ناسته کې به په دې اړه پرېکړه وشی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.