د بلخ او ترکیې تر منځ هم هوایی دهلېز پرانستل شو

د افغانستان د بلخ ولایت او ترکیې تر منځ هم هوایی دهلېز پرانستل شو، چې د لومړی ځل لپاره به پرې پنځه ټنه وچه مېوه صادره شی.

دغه هوایی دهلېز د افغان او ترکی چارواکو له خوا په رسمټی ډول پرانستل شوی دی.

چارواکی وایی، دا دهلیز به افغانستان د ترکیې له لارې له نورو اروپایی هېوادونو سره ونښلوی.

ویل کېږی، نن په لومړی ځل له همدې لارې دوه ټنه ممیز او درې ټنه وچ توت له مزار شریف نه لندن ته استول شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.