مونا بای دریم فلم جوړېږی

د مونا بای د فلم مینوالو انتضار پای ته رسېدونکی دی،د مونا بای ۳ فلم سکریپ لا د وخته چمتو سوی او سږ کال به د مونا بای ۳ فلم لپاره د شوټینګ او منجمنټ چاری پیل سی، نوموړی فلم به د سږ کال تر پایه د مینوالو لپاره پر مختلیفو سکرینونو خپور سی.

د مونا بای فلم مرکزی رولونه د بالېووډ تکړه لوبغاړو سنجی دت او ارشد وارثی ته ورکړل سوی، چی سنجی دت په کی د مونا بای او ارشد وارثی په کی د هغه د ملګری سرکیټ رول ورکول کېږی، تېر مونا بای فلم چی په ۲۰۰۳ کال کی خپور سوی و، د فلم کیسه پر قابل اعتماد شخص چی بدماش وی، پلار یې د خپل کور څخه ایستلی وی، چی وروسته د خپل  پلار د ارمان پوره کولو په خاطر د ځان نه ډاکټر جوړل غواړی او بالخره ورڅخه ډاکتر هم جوړ سی او د نوموړی سره د فلم د هلک د پلار رول د نوموړی پلار لوبولې وو.

ارشد وارثی د هندی رسنیو سره د خپل راتلونکی مونا بای ۳ فلم په اړه معلومات شریک کړی دی او ویلی یې دی:((نه پوهېږم چی سکریپ به ډیر ښه چمتو سوی وی او نه پوهېږم چی فلم به د کال په نیمایې او یا به د کال په اخیر کی جوړ سی، پر سکریپ کار روان دی، یو څه چی زه اوس ویلای سم، هو زه او سنجو په نوموړی فلم کی لوبیږو.))

نوموړی زیاته کړی ده:((زه هڅه کوم، چی په فلمونه کی ښه ولوبېږم اوخپل شخصیت هېر کړم، د یو طرف څخه بل ته حرکت وکړم، زه هڅه کوم هغه څه هیر کړم چی څه د مونا بای ته پیښ سوه، کله چی د دوهمې برخی لپاره راغلم، په مختلیف ډول می هغه یو نقش ولوباوه، زه بیا متوجه سوم چی یو څه درست نه دی، چی بیا ما او راجو د اولین فلم څو صحنی وکتلې او یاد مو کړل چی څرنګه یې سرته ورسو، دا وار بیا هم زه مطمئین یم چی دا کار سرته رسوالای سم.))

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.