روسیه افغانستان ته پوځونه نه لېږو

روسیې له لږ ځنډ وروسته د امریکا د ولسمشر هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلی یې و نور دې روسیه، هند او پاکستان په افغانستان کې له ترهګرۍ سره جګړه وکړی.

 ټرمپ د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ویلی و، چې نور په افغانستان کې باید روسیه، هند او پاکستان له ترهګرۍ سره جګړه وکړی، نه امریکا.

خو د ټرمپ دغه څرګندونو ته تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی او ویلی یې دی، چې روسیه افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو پلان نه لری.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګی ریابکوف په نوی ډهلی کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلی، چې افغانستان ته د روسی ځواکونو استول اصلآ مطرح نه دی.

نوموړی ټینګار کړی، چې روسیه به بیا افغانستان ته ځواکونه ونه لېږی او نه پر دې اقدام غور کوی.

د هغه په وینا روسیه له ډېرې مودې له افغان حکومت سره همکاری لری او دا همکاری د پیاوړی کېدو په حال کې ده چې یوې نوې مرحلې ته به ورسېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.