هندی او ایرانی چارواکو پر افغانستان خبرې کړې

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج له خپل ایرانی سیال محمد جواد ظریف سره پر افغانستان خبرې کړې دی.

مېرمن سوراج په نوی ډیلی کې له ښاغلی ظریف سره کتلی.

هندی رسنۍ وایی، دواړو لورو د افغانستان د سولې پر روانو هڅو او دغه راز د چابهار بندر د فعالیت پر پراخېدو خبرې وکړې.

که څه هم د دې لیدنې بشپړ جزیات نه دی خپاره شوی، خو په دې وروستیو کې ایران هم د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره کتلی دی.

ایرانی چارواکو دا هم ویلی له طالبانو سره یې د لیدونو موخه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو زمینه برابرولی چې دغه ناستې به په راتلونکې کې هم دوام ولری.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوې هندی رسنۍ سره خبرو کې ویلی، امکان نه لری، چې طالبان دې د افغانستان په راتلونکې کې رول ونه لری.

د هغه په وینا په نظام کې د طالبانو ګډون د افغان ولس صلاحیت دی، خو په وینا یې باور دا دی، چې طالبان باید د حاکم رول ونه لری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.