د ملی یووالی په ټنګښت کې د خبریالانو رول مهم دی

ولسمشر غنی د افغانستان پېژندنې او ملی یووالی په ټنګښت کې د افغان خبریالانو رول مهم وباله او ویې ویل، چې د ملت جوړولو پروسه کې باید د هر افغان مشارکت تامین کړو.

ښاغلی غنی دغه څرګندونې پرون ماښام مهال د ۳۴ ولایتونو له آزادو خبریالانو سره په یوه غونده کې وکړې.

ښاغلی غنی وویل چې د خبریالۍ د ستونزمنې دندې انتخاب له هېواد، قانون او ملی ګټو سره د افغان خبریالانو منیه او صداقت ښیی.

ولسمشر د څلوېښت کلن بحران او جنګ د پایته رسولو لپاره د سولې د فرهنګ ایجاد مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د پایداره سوله لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو یو.

هغه خپل ویاند محمدهاورن چخانسوری ته لارښوونه وکړه چې د خبریالانو ټول وړاندیزونه او نظریات د ژمنو په جدول بدل او د کابینې غونډې ته وړاندې کړی، ځکه د عملی کولو په برخه کې یې د ټولو ادارو تعهد پکار دی.

دغه راز ولسمشر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ ته لارښوونه کړې، اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د تطبیق لپاره دې د عمل پلان جوړ او د ښځینه خبریالانو ځانګړو مسایلوته دې رسیدګی وشی.

ولسمشرټبنګار کړی، چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق باید سم مدیریت او په عادلانه ډول ووېشل شی او همدارنګه دې دولتی اعلانونو د عادلانه وېش وړاندیز دې د کابینې غونډه کې مطرح شی.

ښاغلی غنی له خبریالانو وغوښتل چې د خپلو امنیتی مسایلو په اړه مشخص وړاندیزونه دې د ملی امنیت سلاکار سره شریک کړی.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې پلټونکی راپورونه به د قانون د حاکمیت عالی شورا کې د بحث په پایله کې طبقه بندی شی.

 

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.