سیګار دې راپوټونه نه خپروی

امریکایی رسنۍ وایی، ولسمشر ټرمپ دفاع وزارت ته د هغو رپوټونو د نه خپرېدا سپارښتنه کړې، چې د افغانستان د بیا رغونې پر چارو په کې سختې نیوکې کوی.

 ټرمپ د کابینې په یوه غونډه کې چې پر تلوېزیون خپرېده ویلی، هغه مالومات چې د افغانستان د بیارغونې د څار ځانگړې اداره "سیگار" یې خپروی یو امنیتی خطر کېدى شی.

امریکایۍ مجلې مادر جونز د ټرمپ له قوله لیکلی، دښمن دا رپوټونه لولی او دى نه غواړی چې دا بیا تکرار شی.

مجله  زیاتوی، سیگار په تېرو یوولسو کلونو افغانستان کې د ١٣٠ میلیارد ډالرو د لګښت مدیریت څارلى او امریکایی او افغان چارواکی یې د ټګۍ برګۍ او بې ځایه لګښت مسوول بللی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.