د پاکستان ډېر نېږدې کېدل به ګواښونه زیات کړی

پاکستانی اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې لیکلی، که پاکستان طالبانو ته ډېر ځان نېږدی کړی، نو دغه هېواد ته به یې ګواښونه نور هم زیات شی.

ورځپاڼې په یوه لیکنه کې له افغانستان د امریکایی ځواکونو د وتلو په حالت کې پاکستان ته د رادبره کېدونکو ننګونو په اړه یوه شننه کړې ده.

د مطلب د لیکوال په وینا له افغانستان د امریکایی ځواکونو وتل به د پاکستان لپاره بېلابېلې ننګونې رامنځته کړی او لومړی یې دا ده، چې ټرمپ او عمران خان به سره اړیکې وپالی، ځکه دواړه ځان پالی دی.

لیکوال وایی، دوهم ننګونه دا ده، چې که پاکستان له طالبانو سره ډېر ځان نژدې کړی نو دا خطر شته چې د افغانانو لوستى او پرمختللى پوړ او همداراز امریکایان ترې پردی شی.

دغه راز لیکوال زیاته کړې، چې افغانستان کې د طالبانو برى به پاکستانی طالبان او داعش وهڅوی چې په بلوچستان او قبایلی سیمو کې بریدونه وکړی.

لیکوال وایی له افغانستان د امریکایی ځواکونو وتل به داسې یو شمېر نورې ننګونې هم پاکستان ته رامنځته کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.