پوتین او مېرکل سوریه کې د سولې په اړه موافقه کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمنی لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل سوریه کې د سولې په تړاو خبرې اترې کړې دی.

 دواړو مشرانو په دې تلېفونی خبرو کې په سوریه کې د سولې د هڅو پر همغږی کولو موافقه کړې ده.

کرېملن وایی، ښاغلی پوتین او مېرمن مېرکل په اوږد مهال کې د سوریې بحران د حل لپاره دې د ملګرو ملتونو سره په نېږدې همغږۍ سیاسی پروسې ته پراختیا ورکړل شی.

ویل کېږی، د روسیې ولسمشر او مېرمن مېرکل د سوریې د نوې اساسی قانون د تدوین لپاره د یوې کمېټې پر جوړولو هم بحث وکړ.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.